د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د ترانسپورټي ودانیو انجینري پوهنځي د " اوسپینې پټلۍ انجنیري" او "لویو لارو او ټرانسپورټ انجنیري څانګې" 63 تنو محصلینو د خپلو دیپلوم پروژو څخه دفاع وکړه.

kpu_admin
Sat, Jan 04 2025 2:57 PM
د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د ترانسپورټي ودانیو انجینري پوهنځي د " اوسپینې پټلۍ انجنیري" او "لویو لارو او ټرانسپورټ انجنیري څانګې" 63 تنو محصلینو د خپلو دیپلوم پروژو څخه دفاع وکړه.

دفاع غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په یاده غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري هیئت، استادان، د سکتوري ادارو استازو، محصلینو او میلمنو ګډون درلود.

د پوهنتونونو د تعلیمي اصولو مطابق، د تحصیلي سند ترلاسه کول او فراغت یوه مهمه مرحله د تحقیقي پروژو دفاع کول دي، چې په وروستۍ کال کې ترسره کېږي، دا پروژې د محصلینو د وروستۍ ارزیابي برخه ګڼل کېږي او په مختلفو علمي برخو کې علمي او عملي تحقیق شامل دي.

 له دې امله، د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ترانسپورټي ودانیو انجینري پوهنځي د " اوسپینې پټلۍ انجنیري" او "لویو لارو او ټرانسپورټ انجنیري څانګې" محصلینو د خپلو دیپلوم پروژو څخه دفاع وکړه.

د یادو ډیپارټمنټونو څخه، په مجموع کې (63) تنه محصلین د ټاکل شوي هیئت لخوا د ارزیابي او تایید وروسته د فارغ‌التحصیلانو په توګه وپیژندل شول او د لیسانس سندونه ورکول شول.

د یادو څانګو څخه د محصلینو فراغت ډیر مهم دی، او په هیواد کې د ټرانسپورټي سیسټمونو او لویو لارو جوړولو په برخه کې په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې بنسټیز رول لري.

د کابل  پولی تخنیک پوهنتون رهبري هیئت د دې پوهنتون له مختلفو پوهنځیو څخه د محصلینو فراغت لویه لاسته راوړنه ګڼې او تر څنګ یې ورته د لا بریالیتوب هیله څرګندوي

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS