د کابل پولي تخنيک پوهنتون محصلینو ته له لنډ مهاله تقويتي ښونيزو پروګرامونو څخه د فراغت مراسم ترسره شول.

kpu_admin
Wed, Dec 25 2024 8:53 AM
د کابل پولي تخنيک پوهنتون محصلینو ته له لنډ مهاله تقويتي ښونيزو پروګرامونو څخه د فراغت مراسم ترسره شول.

مراسم د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول.

په یادو مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ رئیس استاد کلیم الله محمدي، استادانو او محصلینو ګډون کړی و.

په پيل کې د کابل پولي تخنيک پوهنتون سرپرست رئیس انجنیر سردار ولي صالحي د ټولنې پر وړاندې د محصل پر مسؤلیتونو خبرې وکړې او هغوی یې خپلو ورځنیو درسونو او مسؤلیتونو ته متوجه کړل.

نوموړي له محصلینو وغوښتل چې دا ډول ښوونیز پروګرامونه تعقيب او ښه ګټه ترې پورته کړي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ رئيس استاد کلیم الله محمدي محصلین و هڅول ترڅو د اسلامي نظام په ټینګښت او ملاتړ کې په پوره صداقت کار وکړي، خپل نیتونه د الله  تعالی د رضا لپاره خاص کړي او زیاته یې کړه، چې په ښه نیت او بشپړ اخلاص سره کولای شو هم دنیا او هم آخرت جوړ کړو.

د یادونې ده، چې دغه لنډمهاله ښوونیز کورسونه د سکېچ اپ، اټوکېډ، آفیس پکېج او CNAA پروګرامونو په اړه په لاره اچول شوي وو، چې د دغه پوهنتون د بېلابېلو څانګو محصلینو ته د دوو میاشتو په اوږدو کې وړاندې شول، په پای کې ۲۵۰ تنه محصلین فارغ او خپلې تصدیق پاڼې یې ترلاسه کړې.

مراسم د دعایې په ویلو پای ته و رسېدل.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS