په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د تعلیم الاسلام کتاب لوستلو رقابتي آزموینه واخیستل شوه.
د آزموینې د پیل مراسم د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د عمومي ریاست سرپرست رئیس ښاغلي انجنیر سردارولي صالحي تولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا وکړه.
ښاغلي دغه ازموینه د محصلینو د علمي کچې د لوړولو لپاره ډیره ګټوره او ارزښتناکه وبلله.
نوموړي دیني او اسلامي زده کړه د ټولنې د هر غړي لپاره اړین وبلله او له ټولو محصلینو یې وغوښتل چې په دې برخه کې خپله ایماني او وجداني وجیبه ترسره کړي او زیاته یې کړه، چې ازموینه به په پوره نظم او شفاف ډول ترسره کیږي.
دغه راز د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، استادانو، آمرینو او د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ ریاست مسوولینو د دغې ازموینې له بهیر څخه څارنه او کتنه کوله او ازموینه په بشپړ شفاف ډول پای ته ورسېده. د يادونې وړ ده، چې د ازموينې د پايلو له اعلان وروسته کامیابو کسانو ته بېلابېلې جايزې په نظر کې نیول شوي.