د کابل پولي تخنیک پوهنتون د فرهنګي کمېټې نوبتي غونډه تر سره شوه

kpu_admin
Sun, Jun 23 2024 12:53 PM
IMAGE

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
یاده غونډه د پوهنتون د اصلي فرهنګي کمېټې او د پوهنځیو د فرعي کمېټو د فعالیتونو او کارونوو د انسجام او همغږۍ په موخه جوړه شوې وه.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د نشراتو آمر او د پوهنتون د فرهنګي کمېټې مرستیال ښاغلي ارسلا مفتون د پیلیزې او ښه راغلاست وینا تر څنګ د آجنډا پر موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وکړې.
نوموړي د یادې کمېټې کاري پلان اړین یاد کړ او د کمېټې له غړو یې وغوښتل چې په تطبیق کې یې هر اړخیزه همکاری وکړي.
همدارنګه د آجنډا مطابق د فرعي فرهنګي کمیټو فعالیتونه څارل او تنظیمول، د اصلي فرهنګي کمیټې کاري پلان له فرعي کمېټو سره شریکول، د اصلي فرهنګي کمې ټې غړي فرعي کمېټو ته د استازي په توګه معرفي کول د بحث عمده موضوعات ؤ، چې په اړه یې بحث او نظرونه تبادله شول او ترڅنګ یې لازم تصمیمونه ونیول شول غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS