د کابل پولي تخنیک پوهنتون د GIS او اسکیچ اپ کورسونو فارغینو ته د سندونو د ویش مراسم ترسره شول
 
              مراسم  د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.
په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي انجنیر ویس الدین بریالي د دغو کورسونو فارغینو ته د فراغت مبارکي تر څنګ سپارښتنه وکړه، چې له شته فرصتونو او تر لاسه شویو تجربو څخه دین او هېواد ته په  پوره صداقت او رښتینولۍ خدمت وکړۍ.
هغه زیاته کړه: د محصلانو چارو معاونیت  او د دغه پوهنتون د محصلینو د خدمتونو او  انسجام آمریت  په پام کې لري چې د محصلینو لپاره له ټولو اسانتیاوو سره دغه ډول کورسونه او ښوونیز پروګرامونه په لاره واچوي.
مراسم محصلینو ته د سندونو په ویشلو او د دعايې په ویلو  سره پای ته ورسیدل.
