د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري معاونیت اداري غونډه تر سره شوه

kpu_admin
Tue, Apr 23 2024 1:51 PM
photo

غونډه د قرانکریم د مبارکو ایاتو په تلاوت سره پیل شوه.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین حقاني د غونډې ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا تر څنګ د غونډې اجنډا له برخوالو سره شریکه کړه.
لومړی د یاد معاونیت اړوند امرینو په نوبت سره د خپلو کارونو او فعالیتونو راپور د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړ.
ورپسې د اجنډا له مخې د پوهنتون د رهبرۍ شورا له خوا مالي او اداري معاونیت ته ورسپال شویو کارونو، د پروژو د قراردادونو د خبرتیا او اعلاناتو لپاره د ښه او منظم سیسټم رامنځ ته کولو، د آمریتونو د کاري، عملیاتي او تطبیقي پلانونو د تائید او یو لړ نورو متفرقه چارو په اړه هر اړخیز بحث او لازم تصمیمونه ونیول شول.
په اخیر کې ښاغلي حقاني د چارو د لا ښوالي په موخه برخوالو ته لازمې مشورې او وړانديزونه وړاندې کړل، تر څو کارونه په منظم شکل پر مخ ولاړ شي.
غونډه د دعایي په ویلو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS