د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي کمېټې غونډه تر سره شوه

kpu_admin
Sun, Feb 04 2024 1:41 PM
photo

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین حقاني د کمیټې غړو ته د ښه راغلاست وینا تر څنګ د اجنډا اړوند مفصل معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي حقاني د عوایدو د راټولولو، په لومړۍ، دوهمه او دریمه ربع کې د بودیجې لګښت او د پاتې بودیجې په اړه یې هر اړخیز معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.
دغه راز د تدارکاتو، او خدماتو امریت آمر ښاغلي مولوي عبدالرازق اواب د قراردادي پروژو د تدارکاتي پړاونو، د قراردادونو او ساختماني چارو په اړه د تدارکاتو، او خدماتو د چارو آمریت راپور وړاندې کړ.
د غونډې په دوام کې د یادې کمېټې د کاري پلان د ښه تطبیق، د بودیجې په ښه توګه د مصرف، او بودیجې ته په کتو د لومړیتوبونو په پام کې نیولو او نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه بحث تر سره او د نورو اجراأتو لپاره لازم تصمیمونه ونیول شول.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

Photo
Photo

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS