د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علمي شورا له غړو سره وکتل

kpu_admin
Sat, Dec 30 2023 9:03 AM
photo

غونډه د قرآنکریم د مبارکوآیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي شیخ الحدیث مولوي ندامحمد ندیم او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست وینا تر څنګ د یاد پوهنتون په اړه هر اړخیز راپور شریک کړ.
ښاغلي اقبال د خپلو ستونزو له جملې د لویې جرګې په تالار کې د غونډو پر مهال د محصلینو د رخصتیدو، د پولي تخنیک پوهنتون په انګړ کې د ۳۰۰ بستریز روغتون د سړک شتون، د محصلینو لپاره د لا ډېر عملي کار زمینه برابرول، د پوهنتون په داخل کې د ملي تدارکاتو د انسټیټیوټ شتون، د ټولګیو د لابراتوار تجهیزاتو او کتابخانې ستونزې او مشکلات له ښاغلي وزیر صاحب سره شریک کړل.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندامحمد ندیم د کابل پولي تخنیک پوهنتون له استادانو او رهبري څخه د هېواد د ابادۍ او په اسلامي او ملي روحیه د کدرونو او انجینرانو د روزنې په برخه کې د هغوی د هڅو له امله قدرداني وکړه.
همدا راز ښاغلي ندیم د یادو ستونزو د حل، د تدریسي او اداري بهیر د ښه والي، د استادانو د کمښت، د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو د پیاوړتیا، د استادانو د کتابونو د چاپ او د لابراتوارونو د مجهز کولو په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه نوموړي د اتو پوهنځیو د څانګو له آمرینو سره په جلا ناسته کې هغوی ته لارښوونه وکړه، چې له استادانو او محصلینو سره ښه چلند وکړي او د دوی ستونزې حل او پر وخت ورته رسیده ګي وکړي.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

Photo
Photo
Photo
Photo

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu