د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ترانسپورتي ودانیو پوهنځي د ماسټرۍ برنامې د لومړي دور فارغینو دپروژو دفاع غونډه جوړه شوه

kpu_admin
Wed, Dec 27 2023 10:15 AM
انزور

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ترانسپورتي ودانیو د پوهنځي رئیس ښاغلي پوهاند محمد نذیر نجابي له دغه پوهنځي څخه د ماسټرۍ برنامې د لومړۍ دورې فارغینو فراغت یو ارزښتناک ګام وباله او د یادې غونډې په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د سړکونو چارو معین الحاج عبدالسلام حیدري د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کادرونو او انجنیرانو روزل یوه ستره لاسته راوړنه وبلله او دا یې د هیواد د سوکالۍ، پرمختګ او د خلکو هوساینې لوی لامل یاد کړ.
ښاغلي حیدری ژمنه وکړه، چې د يادې دورې فارغینو ته به د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په بېلابېلو څانګو کې د کار زمینه برابروي او له وړتیا به یې ګټه پورته کوي.
د يادونې وړ ده، چې د دغه پوهنځي د ماسټرۍ برنامې د دفاع غونډه به درې ورځې دوام لري او په ترڅ کې به يې ٣٠ تنه له خپلو پروژو دفاع کوي، چې د ارزونې کمېټې له تاييد وروسته به د سندونو په ورکولو سره د ټولنې خدمت ته وړاندې کیږي.

Photo
Photo
Photo
Photo

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS