د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلینو د فراغت او نویو شامل شویو محصلینو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه

kpu_admin
Tue, Dec 05 2023 4:10 PM
photo

غونډه د قرآنکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي  پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال نويو محصلینو ته د ښه راغلاست وینا او فارغ شویو  محصلینو ته یې مبارکي وویله او له دوی څخه یې  وغوښتل، چې په ټولنه کې له خپلو مسوولیتونو څخه خبر شي او خپلي دندې په ښه ډول سر ته ورسوي.
ښاغلي اقبال د خپلو خبرو په دوام له فارغ شویو محصلینو څخه وغوښتل چې له پوهنتون سره په اړیکه کې پاتې شي او هڅه وکړي چې په دغه پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې ته دوام ورکړي.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو چارو رئیس ښاغلي استاد محمد یعقوبي فارغ شویو محصلانو ته د فراغت مبارکي ورکړه او تر څنګ یې نویو محصلینو ته د ښه راغلاست وینا وکړه.
ښاغلي  یعقوبي د  خپلو خبرو په  دوام  وویل: نوي محصلین باید لویو موخو ته د رسیدو په نیت زده کړې وکړي او د دوی هدف نه یوازې د فراغت سند ترلاسه کول وي، بلکې د وخت په سمه توګه په کارولو سره خپل راتلونکی په نظر کې ونیسي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو د انسجام رئیس ښاغلي  قاضي کلیم الله محمدي محصلینو او د هغوی کورنیو ته د فراغت مبارکي وویله او هغوی یې د خپلي کورنۍ، د افغانستان د خلکو او اسلامي امت په وړاندې د خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړل او له هغوی یې وغوښتل چې خپل مسوولیتونه په صادقانه توګه سرته ورسوي.
همدارنګه ښاغلي  انجنیر  نعمت الله پکتیاوال د فارغو شویو محصلینو په استازیتوب ژمنه وکړه، چې ولس او هیواد ته به په پوره صادقانه توګه خدمت کوي او په ټولنه کې به خپل مسوولیتونه په ښه توګه سرته رسوي.
په اخیر کې مراسم د ستاینلیکونو او ډالیو په ویشلو او د دعایې په ویلو  سره پای ته ورسیدل.

Photo
Photo
Photo
Photo

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS