د لوړو زده کړو محترم وزیر ښاغلي شیخ مولوي ندا محمد ندیم او ورسره پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

kpu_admin
Wed, Jan 11 2023 12:00 PM
د لوړو زده کړو محترم وزیر ښاغلي شیخ مولوي ندا محمد ندیم او ورسره پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي شیخ مولوي ندا محمد ندیم، د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین رئیس ښاغلي مولوي شاکر وحیدي،  د یاد وزارت ویاند ښاغلي ضیاء الله حشمي، مالي او اداري رئیس ښاغلي عبدالباري خپلواک او ورسره مل نورو لوړ رتبه او ټیټ رتبه مأمورینو د کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

په دې غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي  رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم  انجنیر عبدالرشید اقبال، د یاد پوهنتون مالي او اداري معاون انجنیر سید مصباح الدین هاشمي، د علمي او اداري شورا غړو، د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو  او د دغه پوهنتون یو شمېر استادانو او کارمندانو حضور درلود.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال دغه پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزیر او ورسره پلاوي د راتګ هرکلی وکړ. نوموړي د دغه پوهنتون له جوړېدو راهیسې د تاریخي، علمي او اکاډمیکو لاسته راوړنو او د انجینرانو د لیسانس او ماسټرۍ دورې د زده کړو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. ښاغلي اقبال په مفصله توګه د دغه پوهنتون د امکاناتو، ظرفیتونو، ستونزو او اړتیاوو په اړه هم یادونه وکړه.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت مالي او حسابي رئیس ښاغلي عبدالباري خپلواک په خپلو خبرو کې د لابراتوارونو، د کتابتون د تجهیز او د پوهنتون د مالي او تخنیکي ستونزو د حل په اړه ډاډ ورکړ.

همدارنګه د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ مولوي ندا محمد ندیم په خپلو څرګندونو کې له استادانو سره د لیدنې له امله خوښي څرګنده کړه. ښاغلي ندیم د استادانو او علمي اشخاصو په مقام او اهمیت بشپړ خبرې وکړې.

نوموړي د وړتيا او د کاري کيفيت په نظر کې نيولو سره د وړ استادانو په استخدام، هغوی ته د ټولو حقوقو په ورکړه، د دغه پوهنتون د ستونزو او مشکلاتو په هواري کې د هر راز همکاري ژمنه وکړه او زیاته یې کړه هغه استادان چې وظيفه یې پرې ایښې او له هیواد وتلي، د بیرته راستنېدو غوښتنه وکړه، تر څو د ولس او هېواد د خدمت جوګه وګرځي.

ورپسې یو شمېر استادانو خپل نظریات، ستونزې او وړاندیزونه د ورغلي پلاوي سره شریک کړل.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسید

په اخیر کې د لوړو زده کړو وزیر او ورسره پلاوي  د پوهنتون له بیلابیلو برخو، لابراتوارونو او درسي صنفونو څخه لیدنه وکړه.

 بازدید محترم شیخ مولوي ندامحمد ندیم وزیرتحصیلات عالی امارت اسلامی وهئیت همراه شان از پوهنتون پولی تخنیک کابل بازدید محترم شیخ مولوي ندامحمد ندیم وزیرتحصیلات عالی امارت اسلامی وهئیت همراه شان از پوهنتون پولی تخنیک کابل بازدید محترم شیخ مولوي ندامحمد ندیم وزیرتحصیلات عالی امارت اسلامی وهئیت همراه شان از پوهنتون پولی تخنیک کابل بازدید محترم شیخ مولوي ندامحمد ندیم وزیرتحصیلات عالی امارت اسلامی وهئیت همراه شان از پوهنتون پولی تخنیک کابل بازدید محترم شیخ مولوي ندامحمد ندیم وزیرتحصیلات عالی امارت اسلامی وهئیت همراه شان از پوهنتون پولی تخنیک کابل

 

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS