د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو اکتشاف انجنیری څانګې زده کړیالانو د ماستري تیزسونو د اتمې دورې دفاع غوڼده تر سره شوه

kpu_admin
Wed, May 17 2023 10:26 AM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو اکتشاف انجنیری څانګې زده کړیالانو د ماستري تیزسونو د اتمې دورې دفاع غوڼده تر سره شوه

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.

په یاده دفاع غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي دوکتور لطف الله خیرخوا، د لوړو زده کړو وزارت د څیړنې، لیکوالۍ او ژباړې ریاست  رئیس ښاغلي دوکتور حمید الله مزمل،  د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي  رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال، علمي معاون ښاغلي حافظ انجینر روح الله روحاني، استادانو او یو شمیر میلمنو ګډون درلود.
لومړی  د جیولوجي او کانونو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهاند عبدالشکور داور په دې غونډه کې میلمنو او استادانو ته ښه راغلاست وویل.
ورپسې  د ارزونې کمیسیون رئیس ښاغلي پوهاند عبدالباقي رحماني د جیولوجي او کانونو د استخراج په برخه کې د ماسټرۍ دورې د دفاع په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي دوکتور لطف الله خیرخوا په دغه پروګرام کې له استادانو او محصلینو څخه مننه او قدردانی وکړ او د استادانو او محصلینو هڅې یې و ستایلې.
ښاغلي خیرخوا د یاد پوهنتون د علمي څیړنو په اړه د لازمو مشورو ترڅنګ د یاد پوهنتون د لابراتوارونو د تجهیز او تمویل په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.

د یادوني وړ ده  چې په دې پړاو  کې به ۱۹ تنه محصلین د خپلو پروژو څخه دفاع وکړي.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو اکتشاف انجنیری څانګې زده کړیالانو د ماستري تیزسونو د اتمې دورې دفاع غوڼده تر سره شوهد کابل پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو اکتشاف انجنیری څانګې زده کړیالانو د ماستري تیزسونو د اتمې دورې دفاع غوڼده تر سره شوه

 

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS