د کابل پولي‌تخنيک پوهنتون کې د مطالعې د ارزښت او اغېزو په اړه سيمينار ترسره شو

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۳:۲۵
د کابل پولي‌تخنيک پوهنتون کې د مطالعې د ارزښت او اغېزو په اړه سيمينار ترسره شو

یاد سیمینار چې هدف یې د محصلینو فکري ځواک پیاوړي کول، په څېړنه کې د مطالعې رول، د معلومات زیاتونه او په علمي بهیر کې د مطالعې ژور اغېز پېژندنه وه،  د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، کارمندانو او استادانو په شتون کې د دوکتور لطف الله خیرخیواه صاحب له خوا محصلانو ته وړاندې شو.

د کابل پولي‌تخنيک پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال انجنير مفتاح‌ الدين عزام د سيمينار د محتوا، هدف او د سیمینار د جوړېدو په برخه کې د ترسره شویو اقداماتو په اړه معلومات وړاندې کړل او له محصلانو يې وغوښتل، چې د خپلو تخصصي زده کړو ترڅنګ آزادې مطالعې او د پوهنتون د کتابتون له علمي سرچينو څخه هم ګټه واخلي.

د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو پخواني معين دوکتور خيرالله خيرخواه د مطالعې ارزښت ته په کتو د نړۍ د سياسي نقشې د اسلامي دولتونو، اسلامي تمدنونو او د نړۍ د نورو تمدنونو په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.

نوموړي د خپلو خبرو په بله برخه کې د مطالعې پر ارزښت او اغېزو ټينګار وکړ او ويې ويل: "مطالعه يوازې د معلوماتو راټولول نه دي، بلکې د نړۍ د ښه پېژندلو، د ټولنيزو او اقتصادي اړيکو د درک، د تحليلي فکر د پياوړتيا او د باخبره پرېکړو کولو وسيله ده". ښاغلي خیرخواه له محصلانو وغوښتل، چې مطالعه په دوامداره، دقيقه او خپلواکې څېړنې سره ترسره کړي، ترڅو وکولای شي د ژوند په بېلابېلو برخو کې له خپلې پوهې څخه اغېزمنه ګټه واخلي.

نوموړي سپارښتنه وکړه، چې محصلان دې د نوښت او شخصي ابتکار لاره خپله کړي او خپله علمي پوهه دې له عملي تجربو سره يوځای کړي. د نوموړي په وينا، ژوره او دوامداره مطالعه د بريا او په فردي او ټولنيز ژوند کې د مثبت بدلون کلي ده او هر ځوان کولای شي د علم او پوهې په سمې استفادې سره د هېواد په علمي او فرهنګي پرمختګ کې اغېزناک رول ولوبوي.

 

دوکتور خيرخواه د خپلو خبرو په پای کې محصلانو ته وويل، که غواړي رښتينې بريا ترلاسه کړي او روښانه راتلونکې ولري، نو مطالعه، د پوهې ترلاسه کول او نوښت دې هېڅکله نه هېروي.                                                  نېټه: پنجشنبه

۱۴۴۷ هـ.ق د ذوالحجې ۴مه

۱۴۰۵ هـ.ش د ثور ۳۱ مه

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۱۳
Background image

دور دوم امتحان برنامه‌ های ماستری پوهنتون پولی ‌تخنیک کابل از سوی اداره ملی امتحانات اخذ گردید

دور دوم  امتحان ورودی برنامه‌ های ماستری پوهنتون پولی ‌تخنیک کابل از سوی اداره ملی امتحانات، در فضای شفاف، منظم و با رعایت کامل اصول و طرزالعمل ‌های امتحانی اخذ شد.

در این مرحله، از. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۸:۵۳
Background image

دور نخست امتحان برنامه‌ های ماستری پوهنتون پولی ‌تخنیک کابل از سوی اداره ملی امتحانات اخذ گردید

دور نخست امتحان ورودی برنامه‌ های ماستری پوهنتون پولی ‌تخنیک کابل از سوی اداره ملی امتحانات، در فضای شفاف، منظم و با رعایت کامل اصول و طرزالعمل ‌های امتحانی اخذ شد.

در این مرحله، از. . .

BACK TO NEWS

User account menu