ښاغلی انجنیر رحمن الله سیرت د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي تکنالوژي د آمر په توګه معرفي شو
د معرفت غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي ریس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال تغیر او تبدیل په اداره کي يو اصل وبلی او په دې برخه کې یې د ښاغلي انجنیر رحمن الله سیرت پر ټاکنه خوښي څرګنده کړه او ورسره څنګ کې يې د هر راز همکاري ژمنه وکړه.
همدارنګه ښاغلي انجنیر رحمن الله سیرت د خپلو خبرو په ترڅ کي د کابل پولي تخنیک پوهنتون د رهبري هیت څخه مننه او قدر داني وکړه او ژمنه یې وکړه چي خپله ورسپارل ښوې دنده به په پوره صداقت او ایمانداري سره تر سره کوي.
غونډه د د عایې په ویلو سره پاي ته ورسیده.