په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې دلوړو زده کړو وزارت د عوت او ارشاد ریاست په همکارۍ د محصلینو تر منځ د سیرت النبی ص سیالې د پیل غونډه تر سره شو.
غونډه د قرآنکریم تلاوت سره پیل شوه.
په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي شیخ شاکرالله وحدت ورسره پلاوي، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري غړي، محصلینو او کارمندانو ګدون درلود.
په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري معاون ښاغلي انجنیرسید مصباح الدین هاشمی راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست وینا وکړه.
ورپسې د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي شیخ شاکرالله وحدت د یادو سیالیو په لاره آچولو او د دا دول سیالیو پر اهمیت محصلینوته هر اړخیزه وینا وکړه.
همدارنګه ښاغلي مولوي عبدالروف فروتن د نبی کریم ص د ژوند، تګ لارو او د هغوی په لارښونو یې د غونډي ګدونوالو ته بشپړ معلومات ولاندي کړل.
په آخر کې محصلینو خپل نظریات، شعرونه او نعتونه د غونډي ګدون والو ته واورول.
غونډه د دعاییې په ویلو سره پای ته ورسیده.
د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت