د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلینو ترمنځ د پنځه ډوله ورزشي سیالۍ ترسره شوې.

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۳:۴۱
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلینو ترمنځ د پنځه ډوله ورزشي سیالۍ ترسره شوې.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پنځه ډوله سیالیو دوهم پړاو د همدې پوهنتون  د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شو.
د دې سياليو د مراسمو په پيل کې د ورزشي چارو آمر ښاغلي استاد فايق اميري د دې سياليو په اړه ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلی پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال ورزش د محصلینو د ذهن د ارمش لپاره اړین ګام وبلی او محصلین یې د ورزش تر څنګ مطالعې ته هم وهڅول.
نوموړي له ورزشکارانو سره د پوهنتون د مشرتابه هر اړخیز ملاتړ او همکارۍ ژمنه وکړه.
همدا راز د دغه پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي روح الله روحاني، مالی  او اداري مرستیال ښاغلي انجنیر سید مصباح الدین هاشمي د یادو سیالیو له ترسره کولو څخه ستاینه وکړه او ورزشکارانو ته یې د بریا هیله وکړه.
مسابقات سپورت های پنجگانه بین ورزشکاران پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزار گردید.مسابقات سپورت های پنجگانه بین ورزشکاران پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزار گردید.مسابقات سپورت های پنجگانه بین ورزشکاران پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزار گردید.مسابقات سپورت های پنجگانه بین ورزشکاران پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزار گردید.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې محصلينو ته د ( اسلامي سبک او روانې آرامتیا ) تر عنوان لاندې دوه ورځنی سیمینار تر سره شو.

په دغه سیمینار کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون روان شناس او کلينيکي کارپوه ډاکتر محمد ذبیح قاضي‌ زاده د رواني روغتیا بنسټیز مفاهیم په علمي او هر اړخیز ډول تشریح کړل. نوموړي د نن ورځې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۷
Background image

د څیړنو او علمي مجلې مرستیال دوکتور وثیق الله عرب زاده علمي مقاله د Machines په نړېوال ژورنال کې خپره شوې.

دغه ژورنال چې د MDPI نړیوالو خپرونو تر چتر لاندې فعالیت کوي، په ماشین ‌آلاتو او انجنیري برخو کې د علمي اعتبار لوړ سرچینه ګڼل کیږي او د ۲۰۲۴ کال لپاره د 2.1 تأثیر فکتور (Impact Factor). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۴۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون په مالي او اداري معاونیت کې اداري غونډه ترسره شوه.

اداري غونډه د مولوي محمد یاسین حقاني په مشرۍ، د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د مالي او اداري معاونیت په دفتر کې د اداري څانګو د آمرینو په ګډون سره ترسره شوه.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتو. . .

BACK TO NEWS