په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د امارتي او خصوصي پوهنتونونو سره د اوبو نړیوال کنفرانس په اړه مشورتي غونده تر سره شوه

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۲:۱۲
عکس

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د امارتي او خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او علمي مرستیالانو او میلمنو د ښه راغلاست وینا تر څنګ په کابل پولي تخنیک کې د اوبو نړیوال کنفرانس د جوړیدو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي اقبال د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه: دا کنفرانس په نړیواله کچه خورا مهم دی او د ټولو هغو علمي پوهانو او کادرونو ګډون چې په دې برخه کې د څېړنو او فعالیت په برخه کې کار کوي، د اوبو د ستونزو او ننګونو د حل لپاره اړین او حیاتي دی.
نوموړي د ياد شوي کنفرانس د برياليتوب لپاره په دې برخه کې د کارپوهانو شتون او د مقالو وړاندې کول ضروري وګڼل، نوموړي وویل چې دا ناسته یوه مشورتي ناسته ده، تر څو د یاد کنفرانس د کامیابي په اړه لازم نظرونه او مشورې شریکې شي.
ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو او چاپېریال انجینرۍ پوهنځي رئیس ښاغلي محمد حامد عمر د غونډې ګډونوالو ته خپل هغه پریزنټیشن چې د یاد کنفرانس د جزیاتو او موخو په اړه یې چمتو کړی و، په تفصیل سره بیان کړ.
په پاى کې د ياد شوي کنفرانس په اړه راغلو ګډونوالو خپل نظرونه او وړانديزونه په نوبتي شکل څرګند کړل، ترڅو د ياد کنفرانس د لا ښه والي په موخه لازم تصميمونه ونيول شي.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسید.

Photo
Photo

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۴۸
Background image

د کابل پولې تخنیک پوهنتون د استادانو علمي آثار احصائیوي کتاب چاپ او خپور شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت په هڅو د پوهنتون د استادانو د علمي آثار احصائیوي کتاب ترتیب او له بشپړ کتنې وروسته چاپ او خپور شوی دی.

دغه کتاب چې پنځه مهمې برخې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د تقویتي پروګرامونو څخه د ۴۷۷ تنو محصلانو د فراغت غونډه تر سره شو.

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د تقویتي پروګرامونو څخه د ۴۷۷ تنو محصلانو د فراغت محفل د پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، کارکوونکو او محصلانو په ګډون ولمانځل شو.

د پوهنتون د محصلانو چارو معینیت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علم او تکنالوژۍ مجلې ۵۲م جلد (۲، ۳ او ۴) شمېرې چاپ او نشر ته وسپارل شوې

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت د علم او تکنالوژۍ مجلې د  ۵۲م جلد  (۲، ۳ او ۴) شمېرې د لوړو زده کړو وزارت د مطبعې په همکارۍ چاپ او خپرې شوې دي.

یادې مجلې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu