د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ورکشاپ له ساحې څخه د زړو اوسپنو او سامان آلاتو د راټولولو او پاکولو کار پیل شو
دغه پروګرام د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري معاونیت له خوا د ټاکل شوې کمېټې په همکارۍ پیل شو، چې په وسیله به یې هغه سامان آلات چې د کار وړ وي بیل او له کاره لویدلي سامان آلات او اوسپنې به د داوطلبۍ له رسمي پروسی څخه وروسته د خرڅلاو لپاره اعلان ته و سپارل شي.
د يادونې وړ ده چې په ياد شوي پروګرام کې د دغه پوهنتون ټولو کارکوونکو په فعاله توګه برخه اخيستې وه او د دغه پوهنتون د اداري څانګو آمرینو د دغه پروګرام څارنه کوله.