د لیسانس نه لوړو زده کرو پروګرامونو آمریت

  1. د کابل پولی تخنیک پوهنتون د لیسانس نه لوړو زده کرو پروګرامونو آمریت :

د کابل پولی ‌تخنیک پوهنتون د فوق ‌لیسانس پروګرامونه له نژدې څوارلسو کلونو راهیسې په بېلابېلو انجنیري برخو کې فعال دي او د هېواد د مسلکي کادرونو په روزنه کې مهم رول لري. د دې پروګرامونو موخه د علمي ظرفیت لوړول، د تخنیکي مهارتونو پیاوړتیا او د انجنیري سکتور د متخصصینو روزنه ده.

تر اوسه پورې شاوخوا 1200 تنه زیاد محصلین په مختلفوبرخو کې د ماسټري سندونه ترلاسه کړي دي:

یاد فارغان اوس د هېواد په دولتي ادارو، خصوصي سکتور، ساختماني شرکتونو، ملي پروژو، تعلیمي بنسټونو او نورو تخصصي ادارو کې په خدمت بوخت دي.

په لومړیو کلونو کې د فوق ‌لیسانس پروګرامونه د معاونیت علمي تر مدیریت لاندې اداره کېدل؛ خو وروسته د دې پروګرامونو د ښه مدیریت لپاره د آمریت مستقل بست رامنځته شو.

د مکتوب په اساس د ۷۲ شمېرې او د ۱۴۰۰/۲/۱ نېټې، محترم پوهنمل فضل‌الرحمن اخلاص د فوق ‌لیسانس پروګرامونو د آمر په توګه وټاکل شو او د خپلې دورې په اوږدو کې یې مهمې علمي او اداري لاسته راوړنې درلودې.

وروسته، په نېټه ۱۴۴۶/۱/۱ هجري قمري، محترم پوهنمل دوکتور محمدعالم وردګ، د ساختماني پوهنځي استاد، په رسمي ډول د کابل پولی ‌تخنیک پوهنتون د فوق‌ لیسانس پروګرامونو د آمر په توګه معرفي او مقرر شو.

کابل پولی ‌تخنیک پوهنتون د فوق ‌لیسانس پروګرامونو د لا پیاوړتیا، معیاري کولو او د ملي اړتیاوو سره سم د کیفیت لوړولو لپاره خپل هڅې دوامداره کوي.

کابل پولی‌ تخنیک پوهنتون د هېواد په کچه یو له مخکښو انجنیري تعلیمي بنسټونو څخه دی چې د فوق ‌لیسانس او دوکتورا پروګرامونه یې د نړیوالو اکادمیکو معیارونو او د افغانستان د تخنیکي او مسلکي اړتیاوو پر بنسټ منظماً پر مخ ځي. د دې پروګرامونو اصلي موخه د مسلکي کادرونو روزنه، د علمي ظرفیت لوړول، د تخصصي مهارتونو پیاوړتیا او د پرمختللو تحقیقاتو هڅونه ده.

د دوکتورا فعال پروګرامونه

اوس مهال د پوهنتون دوه فعال دوکتورا پروګرامونه دي:

د جیوساینس دوکتورا (Geoscience)

د سترکچر دوکتورا (Structural Engineering)

دا پروګرامونه د هېواد د علمي څېړنو او متخصصینو د لوړولو په برخه کې مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

د ماستری فعاله برنامی

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون فوق ‌لیسانس (ماستری ) پروګرامونه په بېلابېلو انجنیري څانګو کې فعال دي او د هېواد د زیربنایي سکتور اړتیاوو ته په کتو تدریس کېږي. چی په لاندی ډول سره دی :

  • د هایدرولیکی جورښتونوانجنیري ماستری
  • د ودانیو جورښت انجنیری ماستری   (Structural Engineering)
  • د ودانیو مهندسی ماستری
  • د ودانیو انجنیري مدیریت ماستری
  • د ترانسپورتیشن ودانیو انجنیري
  • د سروې انجنیري ماستری
  • د ښاری پلان جوړونی او طراحی ماستری
  • د جیولوجی او کانونود اکتشاف انجنیری ماستری
  • د هایدروجیولوجي او جیولوجی انجنیری ماستری
  • د پټرولیم انجنیري ماستری
  • د نفت وګازد کیمیاوي صنايعو انجنیري
  • د اوبو د زیرموهراړخیز مدیریت  (Integrated Water Management)
  • د برښنا انجنیري ماستری
  • د اتومیخانیک انجنیري ماستری

پورته ټول پروګرامونه فعال محصلین لري او د معیاري نصاب، مسلکي استادانو او باکیفیته تدریس له لارې پر مخ وړل کېږي.

کابل پولی‌ تخنیک پوهنتون ژمن دی چې خپل فوق ‌لیسانس  پروګرامونه د هېواد د اړتیاوو او نړیوالو معیارونو سره سم نور هم معیاري او پیاوړي کړي.

  1. موخې
  • د اصولو له مخي د ورسپارل شویو کارونو سالم او موثر مدیریت.
  • د ماسترۍ او دکتورا پروګرامونو د علمی او اداری چارو کې د اسانتیاوو او پرمختګونو رامنڅته کول.
  • د یادو پروګرامونو په اړوندو برخواو بنشټونو او تشکیلاتو کې د همغږۍ رامنځته کول.
  • د ماستري پروګرامونو اړوند محصلانو، استادانو او اداري کارکونکو اداري او علمی چارو ته د علمی مرستیالی او د پوهنتون د رهبرۍ ترچتر لاندی پروخت رسیدنه.
  1. دندې
  • د لیسانس نه لوړو پروګرامونو اړوند د علمي او اداري چارو نظارت او ارزونه.
  • د اړوندو اداری چارو ترسره کول (مکتوبونه، وړاندیزونه ...)
  • د لیسانس نه لوړو پروګرامونو د بورد په ناستو کې د غړي او منشي په توګه ګډون کول.
  • د ثبت په کتاب کې د نوموړی بورد د فیصلو لیکل او اړوندو مراجعو ته تکثیرول.
  • د دې آمریت تر چتر لاندی اړوندو اداری کارکونکو د اصولو مطابق دندې سپارل او د هغوی ترمنځ دهمغږی رامنځته کول.
  • د لیسانس نه لوړو پروګرامونو اړوند استادانو، کارکونکو د میاشتنیو حق الزحمو راپورنه کنترولو او اړوندو مراجعو ته راجع کول.
  • د مراجعینو غوښتلیکونو او نورو اسنادو ته پروخت رسیدنه
  • د لوړو زده کړو محترم وزارت سره د کابل پولی تخنیک پوهنتون د ماسترۍ او نورو پروګرامونو د ارزونی، نظارت او نورو اړوندو چارو کی همکاری او همغږي.
  • د لوړو زده کړو وزارت د لیسانس نه لوړو پروګرامونو د کمیسیون په ناستو کې د غړي په توګه ګډون کول.
  1. د لیسانس نه لوړو پروګرامونو آمر پوهنمل دوکتور محمد عالم وردګ  

 

 

د تشکیلاتو چارت

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

User account menu