د ترانسپورتي ساختمانونو انجنیری

 د سرک جوړولو څانګه د کابل پولي تخنیک له بنسټ سره رامنځته شوی او تر ۱۳۸۷ لمریز کال چې له ۲۰۰۸ میلادي کال سره سمون لري، په دې نوم نومول شوې وه او ګڼ شمېر فارغ التحصیلان یې ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړل. د ۲۰۰۸ م. په اګست میاشت کې د زده کړنیز نصاب د ورځنیو معیارونو سره د سم جوړښت او بیا کتنې په موخه د نوموړي ديپارتمنت د استادانو هر یو: ښاغلي پوهنوال میرحسین رضوي د څانګې آمر، ښاغلي پوهاند محمدنذیر نجابي او ښاغلي پوهنمل خواجه داؤد کوکبي د کانادا هېواد د کلګري پوهنتون ته سفر وکړ، چې د دې سفر په پایله کې د څانګې د درسي مفرداتو او کریکولم د بیاکتنې تر څنګه د څانګې نوم هم له"سرک جوړولو" څخه د " د ترانسپورتي ساختمانونو انجنیري  " په نوم واوښت او د څانګې لپاره ستراتیژیک پلان  هم چمتو شو. هېواد ته له راستنېدو وروسته د ترسره شوو کارونو د بشپړتیا پړاوونه ووهل شول، چې په پایله کې یې د څانګې نوم په رسمي توګه بدلون وموند. د ترانسپورت نور ډولونه لکه د هوايي ډګر او د اوسپنې لار(راه آهن) د زده کړنیز نصاب برخه وګرځېده.

  1. د ترانسپورټی ودانیو انجینری څانګه:
  2. د رېل پټلۍ د انجنیرۍ څانګه:

د ترانسپورتي ساختمانونو د انجنیری څانګې (Transport Engineering) تر ۱۳۹۳ کال پورې فعالیت کاوه؛ خو د اړتیا موندلو؛ لکه: د اوسپنې لار لپاره علمي کادرونو ته اړتیا او ورځنیو غوښتنو پر بنسټ د اوسپنې د لارې د انجنیری څانګه (Railway Engineering) د ترانسپورتي ساختمانونو د انجنیرۍ نوي پوهنځي په چوکاټ کې د ۱۳۹۳ کال په موسساتي پلان کې ځای شو، چې له نېکه مرغه یې منظوري يې؛ د لوړو زده کړو د وزارت له خوا په ۱۳۹۲/۷/۱۴ نېټه د(۳۸۵/۳۱۱) شمېره مکتوب د اکاډمیکو چارو د انسجام د عمومي ریاست له خوا کابل پولي تخنیک پوهنتون ته په رسمي توګه راولېږل شوه.

ورپسې د" اوسپنې لار" څانګې په کریکولم او درسي مفرداتو کار پیل شو، چې لومړۍ مسوده یې د لاتویا هېواد د ریګا تخنیکي پوهنتون له خوا ومنل شوه او وروسته په ۱۳۹۳/۳/۱۳ نېټه د (۱۷۹۳۳) شمېره حکم له مخې یې پړاوونه بشپړ شول، په ۱۳۹۳ کال کې د لومړي ځل لپاره ورته د کانکور له خوا ۷۵ تنه محصلین وروپېژندل شول او د دې څانګې د لومړۍ دورې محصلینو په توګه یې په درس پیل وکړ.

ورپسې د ۱۳۹۳/۳/۴ نېټې حکم له مخې ښاغلی پوهاند محمد نذیر نجابي د نوي رامنځته شوي پوهنځي د لومړي سرپرست په توګه وروپېژندل شو. همداراز د یو بل حکم له مخې په ۱۳۹۴ کال کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ریاست مقام له لورې ښاغلی پوهاند محمد نذیر نجابي د اوسپنې لار د څانګې د مشر په توګه هم په سرپرستۍ وګمارل شو.

اوسمهال دا پوهنځی لاندې دوه څانګې لري:

۱- د ترانسپورتي ساختمانونو انجنیري

۲- د اوسپنې لار انجنیري

اوسمهال دواړه څانګې اووه تنه کادري علمي غړي لري، چې په دې ډله کې یې شپږ تنه د ماسترۍ په سویه او یواځې یو تن یې د لېسانس په سویه وه او په دې وروستیو کې د زده کړو د بشپړتیا په موخه د ترکیې هېواد ته تللی دی. د نوو علمي کادرونو د جذب لپاره هلې ځلې روانې وې او د پوهنځي کارکوونکي د ۱۳۹۴ کال له تشکیل سره سم جذب شول. د ترانسپورتي ساختمانونو د انجنیرۍ څانګې یو تن لابرانت تقاعد شوی، چې بست یې اعلان ته ورکړل شوی هم دی، د جذب په موخه له اصولو سره سمې هلې ځلې روانې دي.

د ترانسپورتي ساختمانونو انجنیرۍ پوهنځی پینځه کلن ستراتیژیک پلان او مرامنامه لري.

د پوهنځي لومړۍ علمي شورا، د لاندې ترکیب سره سمه د ۱۳۹۴/۴/۲۲ نېټې د ۲۵۸۴/۱۹۳۱ شمېره حکم له مخې د لوړو زده کړو په وزارت کې جوړه شوه

۱- پوهاند دیپلوم انجنیر محمد نذیر نجابي د شورا رییس.

۲- پوهنوال میرحسین رضوي د غړي په توګه ( د لوړو زده کړو وزارت له خوا له ۹۴/۱۲/۲۹ نېټې سره سم تقاعد شو.)

۳- پوهنوال دکتور محمد انور صافی د غړي په توګه.

۴- پوهندوي زرغونه پوپل د غړې په توګه.

۵- پوهنمل خواجه داؤد کوکبي د غړي په توګه.

د یو معیاري پوهنځي د جوړولو په لټه کې یو، تر څو د لوی خداي (ج) په مرسته په دې موخه کې بریالي شو.