د برېښنا انجنیري دیپارتمنت

د دیپارتمنت په اړه

د برېښنا انجنیري دیپارتمنت د هېواد لومړنی د برېښنا رسولو لپاره تخصصي دیپارتمنت دی. دا دیپارتمنت د ۱۳۵۹ هجري لمریز کال د سنبلې په میاشت کې د برېښنا د برخې د متخصصینو او انجنیرانو د جدي اړتیا له مخې، د «صنعتی مؤسسو، ښارونو او کلیو برېښنا رسول» تر عنوان لاندې تاسیس شو. په ۱۳۶۴ کال کې د خپلو لومړیو فارغانو له وړاندې کولو سره، دغه دیپارتمنت وتوانېد چې د برېښنا په برخه کې مسلکي انجنیران ټولنې ته وړاندې کړي، کوم چې نن ورځ د ملي اقتصاد په بېلابېلو برخو کې په بریالیتوب سره خپلې مسلکي دندې پر مخ وړي. د ۱۳۹۸ کال په ترڅ کې، د دیپارتمنت نوم «د برېښنا انجنیري ته واوښت، چې پکې د برېښنا د تولید، لېږد (انتقال) او وېش (توزیع) برخې شاملې دي. د دې دیپارتمنت فارغین د برېښنا انرژۍ، مخابراتو او صنعتي مؤسسو په بېلابېلو برخو کې دندې ترسه کوي.

د برېښنا انجنیري دیپارتمنت یو علمي ـ تعلیمي بنسټ دی چې هدف یې د تخصصي زده کړو، څېړنو او نوښتونو د پیاوړتیا لپاره په ملي کچه هڅې کول دي. دا مهال د دیپارتمنت درسي بهیر د ۹ تنو مجربو استادانو له‌خوا پرمخ وړل کېږي، چې له پوهنیار څخه تر پوهاند رتبو پورې علمي سویې لري او د دوکتورا او ماستري تحصیلي درجې یې ترلاسه کړي دي.

د تدریس بهیر د معاصرو میتودونو په کارولو ترسره کېږي، چې پکې د درسي لکچرونو وړاندې کول، عملي درسونه، علمي سمینارونه او کنفرانسونه، د صنفي پروژو ترسره کول، علمي تطبیقات، د نورو پوهنتونونو له استادانو سره علمي اړیکې، د معلوماتي ټکنالوژۍ کارونه او د نوو درسي موادو چمتو کول شامل دي.

په اوس وخت کې د برېښنا انجنیري د دیپارتمنت استادان نه یوازې د تخصصي مضمونونهو په تدریس بوخت دي، بلکې د برېښنا د انرژۍ په تولید، انتقال، توزیع، مؤثر مصرف، د برېښنايي سیستمونو د کنټرول او حفاظت، د نوی کیدو وړ انرژیو د کارونې، د شبکو د ثبات او اصلاح په برخو کې هم څېړنې کوي — ترڅو د هېواد د ملي اقتصاد د ودې او پرمختګ لپاره علمي او تخنیکي ونډه واخلي.

د دیپارتمنت موخې  

د کابل پولی ‌تخنیک پوهنتون د برېښنا انجنیري دیپارتمنت فارغان، د درې تر پنځو کلونو مسلکي تجربې تر لاسته‌ راوړلو وروسته، به د لاندې وړتیاوو لرونکي متخصصین وي:

  • وړ، خلاق او اغېزمن برېښنا انجنیران چې د مراجعینو اړتیاوې په اغېزمنه توګه پوره کولی شي؛
  • د سافټویر مهارتونو په ترلاسه کولو سره به د خپلې مسلکي ودې او پرمختګ وړتیا ولري؛
  • د لوړو اخلاقي ارزښتونو، مثبت فکر او ټولنیزې مسئولیت‌ پذیري روحيه به څرګنده کړي.

د برېښنا انجنیری څآنګې لید لوری

د هیواد په کچه د برېښنا انجنیری په برخه کې د څیړنې، زده کړې او له تکنالوژې څخه د ګټې اخیستنې په برخو کې د یو مخکښه بنسټ په توګه د دې څانګې پراختیا او له هغه څخه ساتنه.

د برېښناانجنیري څانګې ماموریت

  • د برېښناانجنیري په برخه کې د لوړ کیفیت زده کړو وړاندې کول.
  • د راتلونکو انجنیرانو لپاره په پر له پسې ډول د کار د بازار د متغیرو غوښتنو د ترلاسه کولو له لارې له صنعت سره د متقابلو اعیزمنو اړیکو رامنځته کول.
  • د مسلکي مدیرانو په چمتو کولو کې د برخه اخیستنې په موخه په مسلکي او تخصصی پوهې او تجربې باندې د زده کړیالانو سمبالول.
  • د اقتصادي- ټولنیزې پراختیا لپاره د برېښنا انجنیري په برخه کې د څیړنو ترسره کول او د مشورو ورکولو خدمتونه وړاندې کوي.

د دیپارتمنت فعالیتونه:

د برېښنا انجنیري دیپارتمنت مهم فعالیتونه په لاندې برخو کې ترسره کېږي:

  • همکاري او مشورې ورکول: د دولتي ادارو او خصوصي شرکتونو لپاره تخنیکي او انجنیري مشورې وړاندې کول؛

له اوبو او انرژۍ وزارت، د برشنا شرکت او نورو اړوندو بنسټونو سره همکاري؛ د برېښنا، انرژۍ ټکنالوژۍ او تخنیکي معیارونو اړوندو تخصصي کمیټو او غونډو کې فعاله ونډه اخیستل.

  • څېړنیزې او مطالعوي پروژې: په برېښنايي سیستمونو، الکترونیک، کنټرول او نوی کیدو وړ انرژیو برخو کې علمي څېړنې ترسره کول؛ د ملي او نړیوالو ساینسي مقالو، څېړنیزو راپورونو د علمي پایلو خپرول په علمي مجلو کې.
  • ورکشاپونه، سمینارونه او تعلیمي پروګرامونه: د برېښنا سیستمونو، کنټرول سیستمونو اونوی کیدو وړ انرژیو په برخو کې د روزنیزو کورسونو او ورکشاپونو تنظیم او ترسره کول.
  • نړیواله او علمي همکاري: د برېښنا او انرژۍ په اړه په ملي او نړیوالو کنفرانسونو او نندارتونونو کې ګډون او استازولي.
  • د تخنیکي منابعو او علمي پوهې پراختیا: د برېښنا انجنیري په برخه کې د درسي کتابونو، ممد درسي موادو او تخصصي مقالو تالیف او ژباړه؛ د استادانو او محصلانو د استفادې لپاره د تخنیکي معلوماتو او علمي مراجعو بانک جوړول.

اسانتیاوې:

د برېښنا انجنیري دیپارتمنت مجهز درسي صنفونه، د برقي ماشینونو او محرکاتو لابراتوار او ځانګړې کتابخانه لري. دغه دیپارتمنت خپل محصلین د عملي انجنیري مهارتونو د لوړولو لپاره د درېیو اوونیو په موده کې دوه دورې تولیدي او طرحې/ډیزاین پرکتیکونو ته د افغانستان برشنا شرکت، د انرژۍ او اوبو وزارت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د ښار جوړونې وزارت او د کابل ښاروالي اړوند تأسیساتو او امکاناتو ته ورپېژني.
دیپارتمنټ د برقی ماشینونو یو لابراتوار لري چې دا مهال په قسمی ډول فعال دی، او د محصلانو د عملي کارونو لپاره ترې استفاده کیږي. او همدرانګه د برېښنا انجنیري دیپارتمنټ کمپیوټر لب د ۱۴پایو کمپیوټرونو درلودنکی دي. په دې لابراتوار کې د برېښنا انجنیري د تخصصي پروګرامونو لکه MATLAB، ETAP، PVsyst، Multisim، Dialux او نورو سافټویرونو څخه د محصلانو لخوا دوامداره استفاده کېږي. د دیپارتمنټ استادان او محصلان دواړه د انټرنټ له دوامدارې استفادې لاسرسی لري، څو د څېړنې، زده ‌کړې او علمي فعالیتونو په برخه کې له نوو منابعو ګټه واخلي.

کتلاک

استادان او کارکوونکي

استادان:

نوم او تخلص: ګل احمد لودین

د زده کړو مخینه:

ګل احمد لودین په ۲۰۱۲ کال کې د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د برېښنا انجنیري څانګې څخه د لیسانس سند تر لاسه کړ. نوموړی په ۲۰۱۷ کال کې د جاپان د اوکیناوا د ریوکیوس پوهنتون د برېښنا او الکترونیک انجنیري له څانګې څخه د «نوی کیدونکو انرژیو ادغام او د برېښنا د انتقال سیستمونو» په برخه کې د ماسټري سند ترلاسه کړ. همدارنګه، هغه په ۲۰۲۴ کال کې له همدې پوهنتون څخه د برېښنا او الکترونیک انجنیري په رشته کې د دوکتورا سند هم ترلاسه کړ.ګل احمد لودین د خپلو فوق‌العاده څېړنو او لاسته راوړنو په ویاړ، د ریوکیوس پوهنتون له‌خوا افتخاری  جایزه (President’s Honorable Award) ترلاسه کړې ده او همدرانګه تر اوسه پورې نوموړي په نړیوالو معتبر علمي ژورنالونو کې ۲۲ علمي مقالې خپرې کړي دي. اوسمهال، نوموړی د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د برېښنا انجنیري په څانګه کې د استاد په توګه دنده ترسره کوي. د هغه  د څېړنو دعلاقې ساحې عبارت دی: د برېښنا انرژۍ تبدیل، د برېښنا د انتقال سیستمونه، سرکټ برېکرونه، او د نوی کیدو وړانرژیو ټکنالوژۍ — چې په ځانګړي ډول د دغو ټکنالوژیو د ادغام پر موضوع په برېښنايي شبکو کې تمرکز لري.

برېښنالیک: gulahmadludin@gmail.com

د مبایل شمیره+93 (0) 701918032

د څېړنې ساحې: د نوی کیدو وړانرژیو سیستمونه او د هغوی ادغام، د برېښنا د انتقال سیستمونو ډیزاین، ثبات (پایداري) او (اطمینانیت).

نوم او تخلص: پوهاند عبدالاله رسولی

د زده کړو مخینه:

پوهاند عبدالاله رسولی د عبدالرسول زوی، په ۱۳۴۲ هجري لمریز کال کې د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د چندالبایي په کلي کې زېږېدلی دی. نوموړي په ۱۳۵۹ کال د نادریې له لېسې څخه فارغ او په همدې کال ، د کانکور ازموینې له بریالیتوب وروسته، د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون ته داخل شو او په ۱۳۶۵ کال کې د «صنعتي مؤسسو او ښارونو د برېښنا تأمین» په برخه کې د الکترومیکانیک پوهنځي څخه د ماسټرۍ (M.Sc.) په کچه سند ترلاسه کړ. له فراغت وروسته، په ۱۳۶۶ کال په حوت میاشت کې د علمي کادر د غړي په توګه د «صنعتي مؤسسو او ښارونو د برېښنا تأمین» دیپارتمنت کې د علمی کادر په صفت مقرر شو او له هغه وخت څخه تر نن پورې یې له درېو لسیزو زیات وخت د هېواد د علمي خدمت لپاره وقف کړی دی.

برېښنالیک: abrasooli.kpu@gmail.com

د مبایل شمیره+93(70)0232022

د څېړنې ساحې: انرژي او اقلیمي بدلونونه، او د برېښنايي سیستمونو پلان جوړونه.

نوم او تخلص: پوهندوی ذاکرحسین فرهاد

د زده کړو مخینه:

پوهندوی ذاکرحسین فرهاد په ۲۰۰۷ کال کې د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د برېښنا انجنیري له دیپارتمنت څخه د لیسانس سند ترلاسه کړی او په ۲۰۱۵ کال کې یې د ترکیې د غازي پوهنتون د برېښنا او الکترونیک انجنیري له دیپارتمنت څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی. له ۲۰۰۷ کال راپدېخوا،  چې له  ۱۸ کلونو څخه زیات موده کیږي  د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د برېښنا انجنیري په دیپارتمنت کې د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

برېښنالیک: zakirhussainfar@gmail.com

د مبایل شمیره:       +93 (0) 744818059

د څېړنې ساحې: د برېښنا سیستم اقتصاد، د برېښنا سیستم ثبات (پایداري) او د برېښنا د تولید د خودکار کنټرول سیستمونه.

نوم او تخلص: پوهندوی محمد امین امین

د زده کړو مخینه:

پوهندوی محمد امین امین په ۱۳۶۵ هجري لمریز کال غزني ولایت کې زیږیدلی دی. نوموړي د ۱۳۸۷ کال له کابل پولی‌تخنیک پوهنتون څخه د «د برېښنا رسونې» په رشته کې د لیسانس  په کچه خپلی زده کړې بشپړې کړې دي. وروسته یې په ۲۰۱۱ کال د انګلستان د برایټن پوهنتون څخه د برېښنا او الکترونیک انجنیري په برخه کې دوهم لیسانس او په ۲۰۱۳ کال کې د همدې پوهنتون څخه د برېښنا د سیستمونو په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی. محمد امین امین په ۱۳۸۷ کال کې د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د برېښنا انجنیري دیپارتمنت د علمي کادر په حیث مقرر شو او له هغه وخت راهیسې د تدریس، څېړنې او علمي فعالیتونو په برخه کې بوخت دی. نوموړي شپږ علمي مقالې په نړیوالو ژورنالونو او پنځه مقالې په ملی علمي مجلو کې خپرې کړې دي. همدارنګه، یو کتاب یې د «د برېښنا سیستمونو څېړنه» تر نوم لاندې ژباړلی دی.د پوهندوی محمد امین امین علمي او مسلکي فعالیتونه څو ځله د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت او د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون له‌خوا  تحسین او تقدیر شوي دي.

برېښنالیک  aminsharif.amin2@gmail.com  

د مبایل شمیره:  +93 (0) 785375450

د څېړنې ساحې

د پاور الکترونیک پرمختللې ټکنالوژۍ، د نوی کیدو وړانرژیو سرچینې او ټکنالوژۍ، د برېښنا سیستمونو او د وېش شبکو اطمینانیت.

نوم او تخلص: پوهنمل حشمت الله زیرک

د زده کړو مخینه:

پوهنمل حشمت الله زیرک چې د لیسانس دوره یې د کابل پولی تخنیک پوهنتون کې په 2013 کال کې تکمیل کړې چې همدې دوره کې یې د 2012 کال د کابل پولی تخنیک پوهنتون په کچه د لوړو زده کړو د ممتاز محصل جایزه د لوړو زده کړو وزارت لخوا ترلاسه کړې ده او له همدې کال څخه بیا تر 2015 کال پورې د افغانستان برېښناشرکت د عملیاتی ریاست اړوند د مسلکی انجنیر په توګه دنده ترسره کړې ده. له 2015 کال بیا ترنن نیټې پورې د کابل پولی تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د برېښنا انجنیري څآنګه کې د استاد په صفت دنده ترسره کوي. او له 2020 بیا تر 2023 کال پورې د ماسټري زده کړو لپاره د مالیزیا هیواد د مالیزیا تخنیکی پوهنتون(UTM) ته سفر کړی او خپلې د ماستري زده کړې یې په نوموړي پوهنتون کې په بریالیتوب سره ترسره کړې او په همدې کال خپل هیواد ته راستون شوو او خپله دنده يې پیل کړي ده. تر اوسه پورې ښاغلی استاد څلور نړیوالې مقالې او دوه رسالې نشرکړې دي.

برېښنالیک: hashmat.zeerakf@gmail.com  

د مبایل شمیره : +93 (0) 708838966

د څېړنې ساحې

د پاورسیستم تحلیل، حفاظت، کنترول او پاورالکترونیک او الکترونیک

نوم او تخلص: پوهنمل سیدمیرشاه دانش

د زده کړو مخینه:

پوهنمل سیدمیرشاه دانش په ۲۰۱۲ کال د کابل پولی ‌تخنیک پوهنتون د برېښنا انجنیري له دیپارتمنت څخه د لیسانس سند ترلاسه کړی، او په ۲۰۲۰ کال کې یې د جاپان د اوکیناوا د ریوکیوس پوهنتون (University of the Ryukyus) څخه د برېښنا او الکترونیک انجنیري په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی. له ۲۰۱۲ کال راپدېخوا، نوموړي د نږدې ۸ کلونو په موده کې د بېلابېلو داخلي او بهرنيو شرکتونو لکه VEC، ZTE او TTTA سره د برېښنا انجنیر، د برېښنا مدیر او د استاد (پارټ ټایم او فول ټایم) په توګه همکاري کړې ده. له ۱۴۰۰ هجري لمریز کال راپه‌ دېخوا، نوموړی د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د برېښنا انجنیري په دیپارتمنت کې د استاد په توګه دنده ترسره کوي. د پوهنمل دانش علمي فعالیتونه څو ځله د ستاینلیکونو او تقدیرنامو له لارې تقدیر شوي دي. نوموړي په ۲۰۲۰ کال کې د جاپان د ریوکیوس نړیوال پوهنتون د رئیس له‌خوا د اکادمیکو لاسته راوړنو په خاطر د ویاړ جایزه (President’s Award) ترلاسه کړې ده.

برېښنالیک:sayedmir.danish@gmail.com

د مبایل شمیره:       +93 (0) 784 375 375

د څېړنې ساحې

د دوامدارې انرژۍ انکشاف، د نوی کیدو وړانرژیو سرچینې او ټکنالوژۍ، د انرژۍ د زېرمه کولو سیستمونه  او هوښیارې شبکې.

نوم او تخلص: پوهنیار محمد فهیم مهمند

د زده کړو مخینه:

پوهنیار محمد فهیم مهمند په ۲۰۱۶ کال کې د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د برېښنا انجنیري دیپارتمنت څخه د لیسانس سند ترلاسه کړی دی. له ۲۰۱۶ کال راهیسې، نوموړي په بېلابېلو داخلي شرکتونو او د ښار جوړونې او اراضي وزارت کې د برېښنا انجنیر په توګه دنده ترسره کړې ده. له ۱۴۰۰ هجري لمریز کال راپدېخوا، نوموړی د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د برېښنا انجنیري دیپارتمنت کې د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

برښنالیک:  fahim.kpu@gmail.com

مبایل شمیره: : +93 (0) 78 20 40001

د څېړنې ساحې

د نوی کیدونکې انرژیو سیستمونه او د برېښنا سیستمونه.

نوم او تخلص: نامزد پوهنیار رفیع‌الله رافع

د زده کړو مخینه:

رفیع‌الله رافع د برېښنا انجنیري په برخه کې د لیسانس سند د پاکستان له آف انجنیري او ټېکنالوژۍ پوهنتون (UET) پشاور څخه ترلاسه کړی دی او اوس مهال د کابل پوهنتون د برېښنا انجنیري د ماستري پروګرام محصل دی. له ۲۰۲۱ کال راهیسې، نوموړی د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د الکترومېخانیک پوهنځي د برېښنا انجنیري دیپارتمنت کې د استاد په توګه دنده ترسره کوي. د هغه کاري ساحه کې د برېښنا انجنیري تخصصي مضمونونو تدریس، د محصلینو د څېړنیزو پروژو رهبري او لارښوونه، او د برېښنايي ماشینونو د ډیزاین او تحلیل په برخه کې څېړنې شاملې دي، په ځانګړې توګه د Flux Switching Machines  په برخه کې.

بریښنالیک: Rafiullah.raafi@gmail.com

د مبایل شمېره: +93 (0) 777242727

د څېړنې ساحې

برېښنايي ماشینونه او د هغوی د کنترول سیستمونه

نوم او تخلص: نامزد پوهنیار فضل‌ ربی هڅاند

د زده کړو مخینه:

نامزد پوهنیار فضل ‌ربی هڅاند د لیسانس سند د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د برېښنا انجنیري له دیپارتمنت څخه په ۱۳۹۹ هـ ش کال کې ترلاسه کړی دی. د یادونې وړ ده چې اوس مهال د پولی‌تخنیک پوهنتون د برېښنا انجنیري د ماستري پروګرام محصل دی. نوموړی له ۱۴۰۲ هـ ش کال راهیسې د درې کلونو لپاره د برېښنا انجنیري په دیپارتمنت کې د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

بریښنالیک: fazalrabihasand@gmail.com

د مبایل شمېره: +93 (0) 787244272

د څېړنې ساحې

پاور سیستم او د برېښنا وېش شبکې

کارکونکي

نوم او تخلص: انجنیر میرویس صافی

د دندې عنوان: انجنیرلابرانت

برېښنالیک: engmirwais222@gmail.com

 

نوم او تخلص: سلیمان ناصری

د دندې عنوان: خدماتي کارمند

د مبایل شمیره: 0093785300604

 

څیړنې

د څیړنې مسیرونه یا زمینې

د څېړنې تخصصي ساحه: د برېښنا سیستمونه او پاور انجنیري

د کابل پولی‌ تخنیک پوهنتون د برېښنا انجنیري دیپارتمنت د انرژي سیستمونو، برېښنا شبکو او د پایدارې برېښنا تولید په برخه کې د څېړنو له مخې په ملي کچه له مخکښو بنسټونو څخه شمېرل کېږي. د برېښنا شبکو د ډاډمنتیا، اغیزمنتوب، عصري‌ کولو او له موجوده شبکو سره د نوې کیدونکې انرژیو یوځای کولو په څېر مهمو ننګونو ته رسېدنه، د دې دیپارتمنت د څېړنو اساسي موخې جوړوي.

د څېړنې مشخصې ساحې:

  • د برېښنا شبکو عصري‌ او اتومات‌ کول: د عصري برېښنا شبکو د مؤثریت او اطمینانیت لوړولو لپاره د اړینو ټکنالوژیو پراختیا.
  • د زیرکو برېښنا شبکو ټکنالوژي: له شبکې سره د پرمختللو سنسورونو، د کنټرول سیستمونو او مخابراتي ټکنالوژیو ادغام کول.
  • د برېښنا مایکرو شبکې: د سیمه ‌ییزو برېښنا شبکو پراختیا چې په خپلواکه ډول فعالیت وکړای شي او د انرژۍ امنیت پیاوړی کړي.
  • پاور سیستم او نوې کیدونکې انرژي: د برېښنا له شبکو سره د لمریزې، بادي او نورو نوې کیدونکو انرژیو په ادغام تمرکز.
  • د برېښنا سیستمونو پایداري: د برېښنا سیستمونو د ډاډمنتیا، انعطاف ‌پذیري او زغم لوړول.

 

علمي پروګرامونه

 

لیسانس برنامې

د برنامه عنوان

د برنامې کود

د برېښنا انجنیري

B. EPE

 

نصاب

د زده‌کړې موخې

۱. مسلکي وړتیا
د دې رشتې فارغین به د برېښنا انجینري په برخه کې تخنیکي مهارتونه او اړینه پوهه ولري، څو وکولای شي د برېښنا انجینرۍ پېچلي ستونزې حل کړي، د برېښنا سیستمونه طرحه، تجزیه، تحلیل او اصلاح کړي.

۲. دوامداره زده‌کړه او تطابق
فارغین به د دوامدارې زده‌کړې له لارې د پرمختللو مطالعاتو، مسلکي ودې، او د نوو تخنیکونو او میتودونو سره د ځان عیارولو وړتیا ترلاسه کړي، څو د برېښنا انجینرۍ په چټک بدلېدونکي ډګر کې فعال پاتې شي.

۳.  رهبري او ډله‌ییز کار
فارغ‌التحصیلان به هم د رهبر او هم د څو رشتې‌یزو ټیمونو د غړو په توګه مؤثر کار کولای شي، او قوي د اړیکو مهارتونه، همکاري او د پروژې د مدیریت وړتیا به ولري.

۴. اخلاقي او ټولنیز مسئولیت
فارغین به د مسلکي فعالیتونو پر مهال د اخلاقي معیارونو، او د خپلو کارونو ټولنیز، چاپېریالي او اقتصادي اغېز په پام کې ونیسي، څو د برېښنا انجینرۍ په برخه کې د پایدار پرمختګ ملاتړ وکړي.

۵. نوښت او ستونزې حل کول
فارغین به له انتقادي تفکر او خلاقیت څخه د انرژۍ په سکتور کې د نوو ننګونو لکه د تجدیدېدونکو انرژیو ادغام، د انرژۍ مثمریت او د شبکې نوسازي د حل لپاره کار واخلي تر څو مؤثرې لارې چارې رامنځته کړي.

1 شمیره ضمیمه: د استادانو معلومات

لنډه پیژندنه

نوم او تخلص: ګل احمد لودین

ګل احمد لودین په ۲۰۱۲ کال کې د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د برېښنا انجنیري څانګې څخه د لیسانس سند تر لاسه کړ. نوموړی په ۲۰۱۷ کال کې د جاپان د اوکیناوا د ریوکیوس پوهنتون د برېښنا او الکترونیک انجنیري له څانګې څخه د «نوی کیدونکو انرژیو ادغام او د برېښنا د انتقال سیستمونو» په برخه کې د ماسټري سند ترلاسه کړ. همدارنګه، هغه په ۲۰۲۴ کال کې له همدې پوهنتون څخه د برېښنا او الکترونیک انجنیري په رشته کې د دوکتورا سند هم ترلاسه کړ.ګل احمد لودین د خپلو فوق‌العاده څېړنو او لاسته راوړنو په ویاړ، د ریوکیوس پوهنتون له‌خوا افتخاری  جایزه (President’s Honorable Award) ترلاسه کړې ده او همدرانګه تر اوسه پورې نوموړي په نړیوالو معتبر علمي ژورنالونو کې ۲۲ علمي مقالې خپرې کړي دي. اوسمهال، نوموړی د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د برېښنا انجنیري په څانګه کې د استاد په توګه دنده ترسره کوي. د هغه  د څېړنو دعلاقې ساحې عبارت دی: د برېښنا انرژۍ تبدیل (Energy Conversion)، د برېښنا د انتقال سیستمونه، سرکټ برېکرونه (Circuit Breakers)، او د نوی کیدو وړانرژیو ټکنالوژۍ — چې په ځانګړي ډول د دغو ټکنالوژیو د ادغام پر موضوع په برېښنايي شبکو کې تمرکز لري.

د څېړنې ساحې:
د نوی کیدونکې انرژی سیستمونه او د هغوی ادغام، د برېښنا د انتقال سیستمونو ډیزاین، ثبات (پایداري) او (اطمینانیت).

علمي مقالې:
پوهندوی دوکتور ګل احمد لودین شاوخوا ۳۰ علمي مقالې په نړیوالو ژورنالونو او کنفرانسونو کې خپرې کړي دي، چې تفصیل یې په لاندې ډول دی.

  1. G. A. Ludin, A. Nakadomari, A. Yona, S. Mikkili, S. S. Rangarajan, E. R. Collins, et al., “Technical and economic analysis of an HVDC transmission system for renewable energy connection in Afghanistan,” Sustainability, vol. 14, no. 3, Art. 1468, 2022.
  2. G. A. Ludin, M. A. Amin, H. Matayoshi, S. S. Rangarajan, A. M. Hemeida, et al., “Solid-state DC circuit breakers and their comparison in modular multilevel converter based-HVDC transmission system,” Electronics, vol. 10, no. 10, Art. 1204, 2021.
  3. G. A. Ludin, H. Zeerak, Q. Tayyab, A. S. Irshad, H. Matayoshi, N. Prabaharan, et al., “Novel hybrid fault current limiter with hybrid resonant breaker in multi-terminal HVDC transmission system,” Electric Power Systems Research, vol. 221, Art. 109403, 2023.
  4. G. A. Ludin, M. A. Amin, A. S. Irshad, S. Ueda, Z. Farhad, M. H. Elkholy, and T. Senjyu, “Power transmission in Afghanistan: Challenges, opportunities and proposals,” AIMS Energy, vol. 12, no. 4, 2024.
  5. G. A. Ludin, M. A. Amin, A. Aminzay, and T. Senjyu, “Theoretical potential and utilization of renewable energy in Afghanistan,” AIMS Energy, vol. 5, no. 1, pp. 1–19, 2016.
  6. G. A. Ludin, H. Matayoshi, M. S. S. Danish, A. Yona, and T. Senjyu, “Hybrid PV/Wind/Diesel based distributed generation for an off-grid rural village in Afghanistan,” J. Energy and Power Eng., vol. 11, no. 2, 2017.
  7. G. A. Ludin, Resource Potential of Renewable Energy in Afghanistan: A Review, International Conference on Mechanical, Industrial and Power Engineering (MIPE), 2016/12/6-8, Tokyo, Japan.
  8. G. A. Ludin, Solid State DC Circuit Breaker and Its Operations in MMC-HVDC Transmission System, International Conference on Mechanical, Industrial and Power Engineering (MIPE), 2016/12/6-8, Tokyo, Japan.
  9. G. A. Ludin, PV and PMSG-based Wind Power Integration to MMC-HVDC Transmission Grid, IEEJ-IEICE, Joint Conference, 2016/12/11, Okinawa, Japan.
  10. G. A. Ludin, A Flexible Control of a Stand-alone Hybrid Microgrid Under Normal and Fault Condition, IEEJ-IEICE, Joint Conference, 2016/12/11, Okinawa, Japan.
  11. A. S. Irshad, G. A. Ludin, H. Masrur, M. Ahmadi, A. Yona, A. Mikhaylov, et al., “Optimization of grid-photovoltaic and battery hybrid system with most technically efficient PV technology after the performance analysis,” Renewable Energy, vol. 207, pp. 714–730, 2023.
  12. M. S. S. Danish, T. Senjyu, N. R. Sabory, S. M. S. Danish, G. A. Ludin, A. S. Noorzad, et al., “Afghanistan’s aspirations for energy independence: Water resources and hydropower energy,” Renewable Energy, vol. 113, pp. 1276–1287, 2017.
  13. A. S. Irshad, W. K. Samadi, A. M. Fazli, A. G. Noori, A. S. Amin, M. N. Zakir, et al., “Resilience and reliable integration of PV-wind and hydropower based 100% hybrid renewable energy system without any energy storage system for inaccessible area electrification,” Energy, vol. 282, Art. 128823, 2023.
  14. A. S. Irshad, G. A. Ludin, S. Ludin, M. H. Elkholy, S. Elias, and T. Senjyu, “Integration and performance analysis of optimal large-scale hybrid PV and pump hydro storage system based upon floating PV for practical application,” Energy Conversion and Management: X, vol. 22, Art. 100599, 2024.
  15. A. S. Irshad, N. Kargar, M. H. Elkholy, G. A. Ludin, S. Elias, A. Hilali, et al., “Techno-economic evaluation and comparison of the optimal PV/Wind and grid hybrid system with horizontal and vertical axis wind turbines,” Energy Conversion and Management: X, vol. 23, Art. 100638, 2024.
  16. A. S. Irshad, S. Ueda, M. Furukakoi, M. N. Zakir, G. A. Ludin, M. H. Elkholy, A. Yona, et al., “Novel integration and optimization of reliable photovoltaic and biomass integrated system for rural electrification,” Energy Reports, vol. 11, pp. 4924–4939, 2025.
  17. M. S. S. Danish, N. R. Sabory, S. M. S. Danish, G. A. Ludin, A. Yona, and T. Senjyu, “An open-door immature policy for rural electrification: A case study of Afghanistan,” Int. J. Sustainable and Green Energy, vol. 6, no. 3, pp. 8–13, 2017.
  18. M. S. S. Danish, N. R. Sabory, S. M. S. Danish, T. Senjyu, G. A. Ludin, and A. S. Noorzad, “Electricity sector transitions in an after-war country: A review of Afghanistan’s electricity,” J. Energy and Power Eng., vol. 11, no. 1, pp. 491–496, 2017.
  19. M. S. S. Danish, N. R. Sabory, S. M. S. Danish, T. Senjyu, G. A. Ludin, and A. S. Noorzad, “Electricity sector development trends in an after-war country: Afghanistan aspiration for an independent energy country,” J. Energy and Power Eng., vol. 11, no. 1, pp. 553–557, 2017.
  20. M. H. Elkholy, T. Senjyu, M. M. Gamil, M. E. Lotfy, D. Song, G. A. Ludin, A. S. Irshad, et al., “Implementation of a multistage predictive energy management strategy considering electric vehicles using a novel hybrid optimization technique,” J. Cleaner Production, vol. 476, Art. 143765, 2024.
  21. A. S. Irshad, M. H. Elkholy, N. F. Alshammari, G. A. Ludin, T. Senjyu, G. Pinter, et al., “Novel approach for energy balancing with intermittent renewable energy source using multi-objective genetic algorithm,” IEEE Access, 2024.
  22. T. Uehara, H. Matayoshi, G. A. Ludin, A. Yona, T. Senjyu, and M. Datta, “System frequency control using emergency demand response in power systems with large-scale renewable energy sources,” in Proc. IEEE Region 10 Conf. (TENCON), Singapore, 2016, pp. 534–537.
  23. H. Matayoshi, T. Uehara, G. A. Ludin, A. Sharma, M. Datta, and T. Senjyu, “Uninterruptible smart house equipped with a single-phase dq-transformation system,” J. Renewable and Sustainable Energy, vol. 8, no. 2, 2016.
  24. M. S. S. Danish, T. Senjyu, M. Ahmadi, G. A. Ludin, M. H. Ahadi, and H. Karimy, “A review on energy efficiency for pathetic environmental trends mitigation,” J. Sustainability Outreach, vol. 2, no. 1, pp. 1–8, 2021.
  25. T. Uehara, G. A. Ludin, M. Datta, and T. Senjyu, “Frequency control using real-time pricing for isolated power systems,” in Proc. 9th Int. Conf. Power Electronics and ECCE Asia (ICPE-ECCE Asia), Seoul, South Korea, 2015.
  26. S. M. A. Elazim, M. H. Elkholy, A. Elgarhy, T. Senjyu, M. M. Gamil, D. Song, E. S. Ali, and G. A. Ludin, “Enhancing stability and power quality in electric vehicle charging stations powered by hybrid energy sources through harmonic mitigation and load management,” Scientific Reports, vol. 15, Art. 28077, 2025.
  27. R. Kinjo, H. Matayoshi, G. A. Ludin, A. M. Howlader, N. Urasaki, and T. Senjyu, “Multi-terminal high-voltage direct-current transmission system with DC resonant semiconductor breakers,” Int. J. Emerging Electric Power Systems, vol. 19, no. 3, 2018.
  28. A. Kina, G. A. Ludin, T. Senjyu, and A. M. Howlader, “Torsional oscillation damping control for wind turbine generator under strong wind conditions,” in Proc. IEEE Region 10 Conf. (TENCON), Singapore, 2016, pp. 942–945.
  29. A. Rasooli, M. A. Amin, and G. A. Ludin, “Aid effectiveness in Afghanistan power sector development from 2002 to 2022,” 2025.
  30. T. Oki, H. Matayoshi, H. Tahara, G. A. Ludin, S. Aditya, and T. Senjyu, “Instantaneous active and reactive power control in off-grid smart house,” Articles, vol. 1–29, 2016.
  31. G. A. Ludin, Renewable Energy (Solar and Wind) and Its Integration in the Rural Area of Afghanistan, Master Thesis, University of the Ryukyus, Japan, 2017.
  32. G. A. Ludin, Advanced HVDC Technology for Renewable Energy Integration and Power Transmission, PhD Thesis, University of the Ryukyus, Japan, 2024.
  • مقایسه انواع جنراتور های بادی و مدل سازی جنراتور سینکرونی با آهنربای دایم با استفاده از سافت ویر MATLAB Simulink، مجله علم وتکنالوژی پوهنتون پولی تخنیک کابل، ۱۳۹۸
  • مدل سازی و کنترول سیستم انرژی بادی، رساله تحقیقی، ۱۳۹۹

مضمونونه

د لیسانس د دورې مضمونونه:

پوهندوی دوکتور ګل احمد لودین په لیسانس دوره کې لاندې مضمونونه تدریس کوي

  1. اتومات شوي برېښنائیز محرکات – I
  2. اتومات شوي برېښنائیز محرکات – II
  3. د دورو تحلیل

د مافوق لیسانس دورې مضمونونه

پوهندوی دوکتور ګل احمد لودین په ماستری دوره کې لاندې مضمونونه تدریس کوي:

  1. د برېښنا د لیږد سیستمونه
  2. د نوی کیدونکې انرژي پرمختللی سیستمونه
  3. د برېښنایی سیستمونو کارکړنې او کنترول

اړیکه
د دندې پته: د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون، د برېښنا انجنیري دیپارتمنت، لومړی منزل، د ۱۲۲ او ۱۲۳ شمېرې خونې.

برېښنالیک: gul.ludin@kpu.edu.af / gulahmadludin@gmail.com

د مبایل شمیره+93 (0) 701918032

نوم او تخلص: پوهاند عبدالاله رسولی

لنډه پیژندنه:

پوهاند عبدالاله رسولی د عبدالرسول زوی، په ۱۳۴۲ هجري لمریز کال کې د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د چندالبایي په کلي کې زېږېدلی دی. نوموړي په ۱۳۵۹ کال د نادریې له لېسې څخه فارغ او په همدې کال، د کانکور ازموینې له بریالیتوب وروسته، د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون ته داخل شو او په ۱۳۶۵ کال کې د «صنعتي مؤسسو او ښارونو د برېښنا تأمین» په برخه کې د الکترومیخانیک پوهنځي څخه د ماسټرۍ (M.Sc.) په کچه سند ترلاسه کړ. له فراغت وروسته، په ۱۳۶۶ کال په حوت میاشت کې د علمي کادر د غړي په توګه د «صنعتي مؤسسو او ښارونو د برېښنا تأمین» دیپارتمنت کې د علمی کادر په صفت مقرر شو او له هغه وخت څخه تر نن پورې یې له درېو لسیزو زیات وخت د هېواد د علمي خدمت لپاره وقف کړی دی. پوهاند رسولي د خپلې علمي دندې په ترڅ کې ګڼ شمېر تخصصي لنډمهاله کورسونه په نړیوالو معتبرو مرکزونو کې بشپړ کړي دي، او عبارت دی له:

  • د برلین تخنیکي پوهنتون (Technical University of Berlin) – د جرمني فدرالي جمهوریت؛
  • د هندوستان د مدیریت انستیتیوت (IIPM) او د برېښنا ټرېنینګ انستیتیوت (NPTI)؛
  • د چین د خلکو جمهوریت د هانجوی ښار HRC انستیتیوت – د وړو هایدرو ستېشنونو د پراختیا په برخه کې؛
  • د چین د کلیوالي برېښنا رسولو د ملي څېړنیز انستیتیوت لخوا د پاکې انرژۍ او اقلیمي بدلونونو په اړه نړیوال آنلاین سمینار.

نوموړی، د تدریس ترڅنګ، د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي او کاري کمیټو، د انرژۍ او اوبو وزارت، او د برشنا شرکت د تخنیکي کمیټو فعال غړی پاتې شوی دی. همدارنګه، پوهاند رسولی د یو شمېر ملي او سیمه‌ییزو مهمو پروژو په چوکاټ کې د پارت ‌ټایم تخنیکي مشاور په توګه کار کړی دی، او عبارت دی له:

  • د مصرفوونکو او برېښنا رسونې د خدماتو د سروې تحقیقي پروژه چې د Nexant کمپنۍ په مالي ملاتړ د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون کې پلي شوه؛
  • د اقلیمي بدلون اقتصاد سیمه‌ییزه پروژه د جنوبي او لویدیځې آسیا لپاره (افغانستان، تاجکستان او قرغزستان)؛
  • د افغانستان د برېښنا سکتور ملي ماسترپلان پروژه؛
  • د افغانستان لپاره د برېښنا کودونو د چمتووالي پروژه؛
  • د فوتوولتاییک (لمریز) انرژۍ د ټکنالوژۍ د پرمختګ پروژه په افغانستان، تاجکستان او آذربایجان کې.

پوهاند رسولی له خپلې دندې د پیل راهیسې، د «صنعتي مؤسسو او ښارونو د برېښنا تأمین» دیپارتمنت کې ګڼ شمېر تخصصي مضمونونه تدریس کړي دي، او عبارت دي له:

  • د برېښنايي دستګاوو نصب او بهره‌برداري،
  • برقی اندازه‌ګیري،
  • د نظری الکتروتخنیک اساسات  I، II او III،
  • برقی ستیشنونه او سب ستیشنونه I او II،
  • او د انجنیري مدیریت.

نوموړی د برېښنا انجنیري دیپارتمنت د ماسټري پروګرام کې  د «څیړنومیتودولوژي» او «پراګنده تولید (Distributed Generation)» مضمونونه   تدریسوي.

 

د څېړنې ساحې:
د پوهاند عبدالاله رسولی د څېړنې اصلي محورونه عبارت دي له: انرژي، اقلیمي بدلونونه، او د برېښنايي سیستمونو پلان جوړونه.

علمي مقالې:
پوهاند عبدالاله رسولی ټولټال ۷ نړیوالې علمي مقالې لري، چې په نړیوالو ژورنالونو او همدارنګه د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون په نړیوال ژورنال کې خپرې شوي دي. او همدارنګه د پوهاند عبدالاله رسولی هغه مقالې چې د کابل پولی تخنیک پوهنتون د علم او تکنالوژي ملی مجله کې تر اوسه نشر شوې دي:

  1. تحقیق دفاعیه ها از شارتی به زمین در سیستم برقی 110 کیلو ولت منطقه کابل (تیزس ماستری)
  2. تحقیق کیفیت فریکونسی در سیستم برقی 110kV منطقه کابل
  3. تاثیرات ناگوار لین های هوایی انتقال بر محیط زیست
  4. بررسی استفاده از بیوگاز در مناطق روستایی افغانستان
  5. تحقیق چگونگی انتخاب ترانسفارمر  0.4/ 20- 15کیلوولت در شبکه های توزیعی شهر کابل
  6. جایگاه افغانستان در سکتور انرژی منطقه
  7. تغییرات اقلیم و تاثیرات آن روی سکتور انرژی
  8. ماستر پلان  سال های 2004 الی 2019 در سکتوربرق و ارزیابی بخش تولید در آن
  9. ارزیابی VFT بحیث بدیل سب استیشن HVDC B2B برای سنیکرونیزیشن سیستم برق افغانستان باکشورهای همسایه
  10. انرژی های قابل تجدید،  منابع، چالش ها و فرصت های  استفاده ازآن در افغانستان
  11. تاثیرات زیانبار ساحۀ الکترومقناطیسی  بر انسان و چگونگی برخورد با آن در افغانستان
  12. واقعات مرگبار برق گرفتگی و عوامل آن در شهر کابل
  13. کُد برق شبکه و مقایسه ساختاری کُد برق افغانستان با کُد های کشور های منطقه
  14. مطالعه رابطۀ بین پوهنتون و صنعت در افغانستان
  15.  

تالیفی آثار :

  1. څیړنیزه رساله د ( ارزیابی انتخاب طاقت نومینال ترانسفارمر برای شبکه های توزیعی افغانستا) په هکله

مضمونونه

د لیسانس دورې مضمونونه

پوهاند عبدالاله رسولی په لیسانس دوره کې لاندې مضمونونه تدریس کوي:

  1. د دورو تحلیل I
  2. د دورو تحلیل II
  3. ستیشنونه او سب ستیشنونه I
  4. ستیشنونه او سب ستیشنونه II
  5. د انجنیری مدیریت

د مافوق لیسانس دورې مضمونونه

پوهاند عبدالاله رسولی په مافوق لیسانس دوره کې لاندې مضمونونه تدریس کوي:

  1. د څیړنې میتودولوژی
  2. پراگنده تولید

 

نوم او تخلص: پوهندوی ذاکرحسین فرهاد

لنډه پیژندنه:

پوهندوی ذاکرحسین فرهاد په ۲۰۰۷ کال کې د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د برېښنا انجنیري له دیپارتمنت څخه د لیسانس سند ترلاسه کړی او په ۲۰۱۵ کال کې یې د ترکیې د غازي پوهنتون د برېښنا او الکترونیک انجنیري له دیپارتمنت څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی. له ۲۰۰۷ کال راپدېخوا،  چې له  ۱۸ کلونو څخه زیات موده کیږي  د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د برېښنا انجنیري په دیپارتمنت کې د استاد په توګه دنده ترسره کوي،.

د څېړنې ساحې:
د پوهندوی ذاکرحسین فرهاد د څېړنې محورونه عبارت دي له:

  • د برېښنا سیستم اقتصاد،
  • د برېښنا سیستم ثبات (پایداري)،
  • او د برېښنا د تولید د خودکار کنټرول سیستمونه.

علمي آثار:

یو ژباړل شوی کتاب د «د برېښنا سیستم اقتصاد او د بازار کړنې» تر نوم لاندې؛ او یوه تحقیقي رساله د «د ثابت جریان لوړ ولتاژ لېږدونکي سیستم مناسب کنټرول» تر عنوان لاندې؛ او همدرانګه شپږ علمي مقالې په نړیوالو ژورنالونو کې خپرې شوې او ترڅنګ یې یوه علمي مقاله په ملی ژورنال کې خپره شوې ده.

تدریسي مضمونونه:

په لیسانس دوره کې:
پوهندوی ذاکرحسین فرهاد په لیسانس دوره کې لاندې مضمونونه تدریسوي:

  1. د کمپیوټر په مرسته د مسایلو حل
  2. د انجنیري اقتصاد
  3. د صنعتی مؤسسو برېښنا رسونه ۱
  4. د صنعتی مؤسسو برېښنا رسونه ۲
  5. د برېښنا تجهیزاتو مونتاژ او بهره ‌برداري
  6. عمومي الکتروتخنیک

په ماسټري دوره کې:
نوموړی په ماسټري پروګرام کې لاندې مضمونونه تدریسوي:

  1. د برېښنا سیستم د تحلیل محاسبوي تخنیکونه
  2. د برېښنا بازارونه او د هغوی تنظیم
  3. د هوښیارو شبکو ټکنالوژۍ

اړیکه:

د دندې پته: د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون، د برېښنا انجنیري دیپارتمنت، لومړی منزل، د ۱۲۲ او ۱۲۳ شمېرې خونېTop of Form

ایمیل: zakirhussainfar@kpu.edu.af / zakirhussainfar@gmail.com

د مبایل شمیره:       +93 (0) 744818059

 

نوم او تخلص: پوهندوی محمد امین امین

لنډه پیژندنه:

پوهندوی محمد امین امین په ۱۳۶۵ هجري لمریز کال غزني ولایت کې زیږیدلی دی. نوموړي د ۱۳۸۷ کال له کابل پولی‌تخنیک پوهنتون څخه د «د برېښنا رسونې» په رشته کې د لیسانس په کچه خپلی زده کړې بشپړې کړې دي. وروسته یې په ۲۰۱۱ کال د انګلستان د برایټن پوهنتون څخه د برېښنا او الکترونیک انجنیري په برخه کې دوهم لیسانس او په ۲۰۱۳ کال کې د همدې پوهنتون څخه د برېښنا د سیستمونو په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی. محمد امین امین په ۱۳۸۷ کال کې د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د برېښنا انجنیري دیپارتمنت د علمي کادر په حیث مقرر شو او له هغه وخت راهیسې د تدریس، څېړنې او علمي فعالیتونو په برخه کې بوخت دی. نوموړي شپږ علمي مقالې په نړیوالو ژورنالونو او پنځه مقالې په ملی علمي مجلو کې خپرې کړې دي. همدارنګه، یو کتاب یې د «د برېښنا سیستمونو څېړنه» تر نوم لاندې ژباړلی دی. د پوهندوی محمد امین امین علمي او مسلکي فعالیتونه څو ځله د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت او د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون له‌خوا تحسین او تقدیر شوي دي. د هغه له مهمو تقدیرنامو څخه لاندې یادېدلی شي:

  • د لوړو زده‌ کړو وزارت له‌خوا د کال د ممتاز استاد سپاس‌نامه (۱۳۹۶/۶/۲۶)؛
  • د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون له‌خوا د تحسین‌نامه (۱۳۹۵/۲/۲۲)؛
  • د لوړو زده‌ کړو وزارت د «کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو» د ماستر ټرېنر په توګه د تقدیرنامه (۱۳۹۷ کال)؛
  • د لوړو زده ‌کړو وزارت له‌ خوا د «بهرني ارزونکي» په توګه سپاس‌نامه (۱۳۹۸/۱۰/۷)؛
  • د لوړو زده ‌کړو وزارت له ‌خوا د دریمې درجې تقدیرنامه د بهرني ارزونکي په توګه (۱۳۹۸/۲/۲۵)؛
  • د تضمین کیفیت ریاست له‌ خوا د روزنیزو ورکشاپونو د ټرېنر په توګه د سپاس‌نامې (۱۴۰۱/۱/۱۰ او ۱۴۰۱/۸/۲۹).

مسلکي او روزنیز فعالیتونه:
پوهندوی محمد امین امین د خپل علمي ظرفیت د لوړولو په موخه په هېواد دننه او بهر لنډ مهاله تخصصي پروګرامونه بشپړ کړي، چې مهم یې دا دي:

  • د مالیزیا د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ادارې (MQA) له‌خوا د لوړو زده‌ کړو د تضمین کیفیت پروګرام – اګست ۲۰۱۷؛
  • د محصل محوري او د پایلو پر بنسټ د تدریس ورکشاپ د لوړو زده‌ کړو د انکشاف پروګرام (HEDP) تر چوکاټ لاندې – مې ۲۰۱۷؛
  • د طبي تجهیزاتو د ټکنالوژۍ د مسلکي تبادلې پروګرام په نیتاجي سوباش انجنیري کالج، کلکته – سپتمبر ۲۰۱۸؛
  • د طبي تجهیزاتو د تیورۍ، خدمتونو او ترمیم تخصصي روزنیز کورس – د کابل طبي پوهنتون، د USWDP پروګرام په ملاتړ – فبروري ۲۰۱۷؛
  • د الکترونیکي زده ‌کړو د کورسونو د طرحې، پراختیا او تطبیق تخصصي پروګرام – د هندوستان په نوېده ښار کې د پرمختللو کمپیوټري پروګرامونو د مرکز له‌ خوا – دسمبر ۲۰۱۵.

د څېړنې ساحې
د پوهندوی محمد امین امین د څېړنې اصلي محورونه عبارت دي: د پاور الکترونیک پرمختللې ټکنالوژۍ، د نوی کیدو وړانرژیو سرچینې او ټکنالوژي، د برېښنا سیستمونو او د وېش شبکو اعتبار او باورمنتیا.

ژباړه

محمد امین امین، سیستم های قدرت برقی کتاب، د کابل پولی تخنیک پوهنتون، ۱۴۰۴.

علمی مقالې

پوهندوی محمد امین امین په حدود د 6 مقالو په بین المللی معتبرو ژونالو کې نشر کړې دي او عبارت دي له:

    • G. A. Ludin, M. A. Amin, H. Matayoshi, S. S. Rangarajan, A. M. Hemeida, et al., “Solid-state DC circuit breakers and their comparison in modular multilevel converter based-HVDC transmission system,” Electronics, vol. 10, no. 10, Art. 1204, 2021
    • G. A. Ludin, M. A. Amin, A. S. Irshad, S. Ueda, Z. Farhad, M. H. Elkholy, and T. Senjyu, “Power transmission in Afghanistan: Challenges, opportunities and proposals,” AIMS Energy, vol. 12, no. 4, 2024.
    • G. A. Ludin, M. A. Amin, A. Aminzay, and T. Senjyu, “Theoretical potential and utilization of renewable energy in Afghanistan,” AIMS Energy, vol. 5, no. 1, pp. 1–19, 2016.
    • G. A. Ludin, M. A. Amin, Resource Potential of Renewable Energy in Afghanistan: A Review, International Conference on Mechanical, Industrial and Power Engineering (MIPE), 2016/12/6-8, Tokyo, Japan.
    • A. Rasooli, M. A. Amin, and G. A. Ludin, “Aid effectiveness in Afghanistan power sector development from 2002 to 2022,” 2025.

مضمونونه

د لیسانس دورې مضمونونه

پوهندوی محمد امین امین په لیسانس دوره کې لاندې مضمونونه تدریس کوي:

  1. مبادی انجنیری
  2. سیستم او برقی شبکه – I
  3. سیستم او برقی شبکه - II
  4. پاور الکترونیک
  5. الکترونیکي دورې او تجهیزات

د مافوق لیسان دورې مضمونونه

پوهندوی محمد امین امین په مافوق لیسانس کې لاندې مضمونونه تدریس کوي:

  1. پرمختللی پاورالکترونیک
  2. د لوړ ولتاژ انجنیری
  3. پرمختللی برېښنایی محرکات

اړیکه

د دندې پته: د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون، د برېښنا انجنیري دیپارتمنت، لومړی منزل، د ۱۲۲ او ۱۲۳ شمېرې خونې

ایمیل: moh.amin@kpu.edu.afaminsharif.amin2@gmail.com  

د مبایل شمیرې:  +93 (0) 785375450

 

نوم او تخلص: پوهنمل حشمت الله زیرک

لنډه پیژندنه

پوهنمل حشمت الله زیرک چې د لیسانس دوره یې د کابل پولی تخنیک پوهنتون کې په 2013 کال کې تکمیل کړې چې همدې دوره کې یې د 2012 کال د کابل پولی تخنیک پوهنتون په کچه د لوړو زده کړو د ممتاز محصل جایزه د لوړو زده کړو وزارت لخوا ترلاسه کړې ده او له همدې کال څخه بیا تر 2015 کال پورې د افغانستان برېښناشرکت د عملیاتی ریاست اړوند د مسلکی انجنیر په توګه دنده ترسره کړې ده. له 2015 کال بیا ترنن نیټې پورې د کابل پولی تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د برېښنا انجنیري څآنګه کې د استاد په صفت دنده ترسره کوي. او له 2020 بیا تر 2023 کال پورې د ماسټري زده کړو لپاره د مالیزیا هیواد د مالیزیا تخنیکی پوهنتون(UTM) ته سفر کړی او خپلې د ماستري زده کړې یې په نوموړي پوهنتون کې په بریالیتوب سره ترسره کړې او په همدې کال خپل هیواد ته راستون شوو او خپله دنده يې پیل کړي ده. تر اوسه پورې ښاغلی استاد څلور نړیوالې مقالې او دوه رسالې نشرکړې دي.

د څیړنې ساحې

د څیړنې مسیر یې د پاورسیستم تحلیل، حفاظت، کنترول او پاورالکترونیک او الکترونیک دی

علمی مقالې

  1. نقش انرژی خورشیدی فوتوولتایک در مناطق روستایی افغانستان، علمي رساله، د کابل پولی تخنیک پوهنتون، 1398  
  2. Losses Analysis on Non-Conventional Multilevel Inverter Topology   2023
  3. Ludin, G. A., Zeerak, H., Tayyab, Q., Irshad, A. S., Matayoshi, H., Prabaharan, N., ... & Senjyu, T. (2023). Novel hybrid fault current limiter with hybrid resonant breaker in multi-terminal HVDC transmission system. Electric Power Systems Research221, 109403.
  4. Sarwari, D.M., Zeerak, H., Danishmal, M., Hamim, A. and Rawan, A.Z., 2024. Placement of Capacitors in the Electrical Distribution System to Improve the Voltage Profile and Reduce Active Power Losses and Reactive Power Losses. Ajrsp6(64), pp.20-41.
  5. DANISH, S. M. S., ZEERAK, H., & AMIN, M. A. (2024). Optimal DG Allocation based New Approach of Voltage Stability Index and Genetic Algorithm.
  6. Danishmal, M., Rasoly, A., Zeerak, H., & Fatemi, S. A. Z. (2023). Analyzing Power Losses in Ghazni City's Electricity Distribution Network and Strategies for Minimizing Them. International Journal of Electrical Components and Energy Conversion9(1), 1.

 

مضمونونه

د لیسانس دورې مضمونونه

پوهنمل حشمت الله زیرک د لیسانس دوره کې لاندې مضمونونه تدریس کوي:

    • د برېښنا سیستم حفاظت اوله برخه
    • د برېښنا سیستم حفاظت دوهمه برخه
    • برقی اندازه ګیری
    • انتقالی پروسې
    • عمومی الکتروتخنیک
    • د ساختمان لپاره د برق او میخانیک سیستم

اړیکه

د دندې پته: د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون، د برېښنا انجنیري دیپارتمنت، لومړی منزل، د ۱۲۲ او ۱۲۳ شمېرې خونې

ایمیل: hashmat.zeerakf@gmail.com / zeerak.hashmat@kpu.edu.af  

د مبایل شمیره :    +93 (0) 708838966

نوم او تخلص: پوهنمل سیدمیرشاه دانش

لنډه پیژندنه:

پوهنمل سیدمیرشاه دانش په ۲۰۱۲ کال د کابل پولی ‌تخنیک پوهنتون د برېښنا انجنیري له دیپارتمنت څخه د لیسانس سند ترلاسه کړی، او په ۲۰۲۰ کال کې یې د جاپان د اوکیناوا د ریوکیوس پوهنتون (University of the Ryukyus) څخه د برېښنا او الکترونیک انجنیري په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی. له ۲۰۱۲ کال راپدېخوا، نوموړي د نږدې ۸ کلونو په موده کې د بېلابېلو داخلي او بهرنيو شرکتونو لکه VEC، ZTE او TTTA سره د برېښنا انجنیر، د برېښنا مدیر او د استاد (پارټ ټایم او فول ټایم) په توګه همکاري کړې ده. له ۱۴۰۰ هجري لمریز کال راپه‌ دېخوا، نوموړی د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د برېښنا انجنیري په دیپارتمنت کې د استاد په توګه دنده ترسره کوي. د پوهنمل دانش علمي فعالیتونه څو ځله د ستاینلیکونو او تقدیرنامو له لارې تقدیر شوي دي. نوموړي په ۲۰۲۰ کال کې د جاپان د ریوکیوس نړیوال پوهنتون د رئیس له‌خوا د اکادمیکو لاسته راوړنو په خاطر د ویاړ جایزه (President’s Award) ترلاسه کړې ده.

د څېړنې ساحې:

د پوهنمل سیدمیرشاه دانش د څېړنې اصلي محورونه دا دي:

د دوامدارې انرژۍ پرمختګ، د نوی کیدو وړانرژیو سرچینې او ټکنالوژۍ، د انرژۍ د زېرمه کولو سیستمونه، او هوښیارې شبکې.

علمي آثار:

پوهنمل سیدمیرشاه دانش د علمي څېړنو تر څنګ د درسي کتابونو په ژباړه کې هم بوخت دی. نوموړي وروستی ژباړل شوی کتاب "Fundamentals and Applications of Renewable Energy" د انګلیسي ژبې څخه د «مباني او کاربردهای انرژی تجدیدپذیر» تر نوم لاندې ملي (دري) ژبې ته ژباړلی دی.

علمي مقالې:
 

پوهنمل سیدمیرشاه دانش تر اوسه پورې ۱۵ نړیوالې علمي مقالې خپرې کړې دي، او عبارت دي.

  1. Energy and the environment: A brief review of the phenomena, effects and solutions
  2. Optimal DG Allocation based New Approach of Voltage Stability Index and Genetic Algorithm.
  3. A coherent strategy for peak load shaving using energy storage systems.
  4. Multi-objective optimization of optimal capacitor allocation in radial distribution systems.
  5. A real distribution network voltage regulation incorporating auto-tap-changer pole transformer multi objective optimization.
  6. Energy loss reduction through automatic capacitor bank: 110/15 kV, 50 MVA Breshna Kot Substation in Afghanistan.
  7. Distributed Generation Model for Achieving Environmental Scenario: Loss Reduction and Efficiency Improvement.
  8. A recap of voltage stability indices in the past three decades.
  9. Afghanistan's aspirations for energy independence: Water resources and hydropower energy.
  10. Sustainable architecture and urban planning trough exploitation of renewable energy.
  11. The Least Developed Countries Needs for Changing the Passive Trend of Renewable Energy Exploitation to a Proactive Trend.
  12. Electricity sector development trends in an after-war country: Afghanistan aspiration for an independent energy country.
  13. Electricity Sector Transitions in an after war Country: A Review of Afghanistan’s Electricity.
  14. An open-door Immature policy for rural electrification: A case study of Afghanistan.
  15. Comparative analysis of load flow calculation methods with considering the voltage stability constraints.

مضمونونه

د لیسانس دورې مضمونونه

سید میرشا دانش په لیسانس دوره کې لاندې مضمونونه تدریس کوي:

    1. د نوی کیدونکې انرژی اساسات
    2. الکترومقناطیس اساسات
    3. د سیستمونو کنترول
    4. عمومی الکتروتخنیک

اړیکه

د دندې پته: د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون، د برېښنا انجنیري دیپارتمنت، لومړی منزل، د ۱۲۲ او ۱۲۳ شمېرې خونې

ایمیل: sayedmir.danish@kpu.edu.af / sayedmir.danish@gmail.com

د مبایل شمیره:       +93 (0) 784 375 375 / +93 (0) 777 377 385

 

نوم او تخلص: پوهنیار محمد فهیم مهمند

لنډه پیژندنه:
پوهنیار محمد فهیم مهمند په ۲۰۱۶ کال کې د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د برېښنا انجنیري دیپارتمنت څخه د لیسانس سند ترلاسه کړی دی. له ۲۰۱۶ کال راهیسې، نوموړي په بېلابېلو داخلي شرکتونو او د ښار جوړونې او اراضي وزارت کې د برېښنا انجنیر په توګه دنده ترسره کړې ده. له ۱۴۰۰ هجري لمریز کال راپدېخوا، نوموړی د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د برېښنا انجنیري دیپارتمنت کې د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

د څېړنې ساحې:
د پوهنیار محمد فهیم مهمند د څېړنې اصلي برخې عبارت دي له: د نوی کیدو وړانرژیو سیستمونه، او د برېښنا سیستمونه.

علمي آثار:

تحقیقي رساله: د لوګر ولایت د ۲۰ کیلو ولټه برېښنا شبکې ارزونه، د کابل پولی تخنیک پوهنتون، ۱۴۰۴ هجري لمریز کال.

مضمونونه

په لیسانس دوره کې:
پوهنیار محمد فهیم مهمند په لیسانس دوره کې لاندې مضمونونه تدریسوي:

د الکترونیک اساسات

تجهیزات او د روښنايي ډیزاین

عمومي الکتروتخنیک

اړیکه:

د دندې پته: د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون، د برېښنا انجنیري دیپارتمنت، لومړی منزل، د ۱۲۲ او ۱۲۳ شمېرې خونې
برښنالیک: : m.faheemmohmand@kpu.edu.af   / fahim.kpu@gmail.com
مبایل شمیره: : +93 (0) 78 20 40001

نوم او تخلص: رفیع‌الله رافع

لنډه پېژندنه:

رفیع‌الله رافع د برېښنا انجنیري په برخه کې د لیسانس سند د پاکستان له آف انجنیري او ټېکنالوژۍ پوهنتون (UET) پشاور څخه ترلاسه کړی دی، او اوس مهال د کابل پوهنتون د برېښنا انجنیري ماسټري برنامی محصل دی. نوموړی د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د الکترومېخانیک پوهنځي د برېښنا انجنیري دیپارتمنت کې د استاد په توګه دنده ترسره کوي. د هغه کاري ساحه کې د برېښنا انجنیري تخصصي مضمونونو تدریس، د محصلینو د څېړنیزو پروژو رهبري او لارښوونه، او د برېښنايي ماشینونو د ډیزاین او تحلیل په برخه کې څېړنې شاملې دي، په ځانګړې توګه د Flux Switching Machines  په برخه کې.

د څېړنې ساحې:
د Flux Switching Machines ډیزاین او تحلیل
د Wound Field Synchronous Machines څېړنه او طرحه
د ماشینونو الکترومقناطیسي تحلیل د JMAG سافټویر په مرسته
د پرمختللو برېښنايي ماشینونو او د هغوی د کنترول سیستمونو څېړنه

علمی ِآثار:

Raafi, R.; Shirani, H.; Ullah, W.; Khan, W.; Akuru, U.B.; Khan, F. Rotor Poles Analysis of a Novel Wound Field Flux Switching Machine with π - Shaped Stator

مضمونونه
د لیسانس دورې مضمونونه:
نامزاد پوهنیار رفیع‌الله رافع په د لیسانس په دوره کې لاندې مضمونونه تدریس کوي:

برېښنايي ماشینونه - ۱

برېښنايي ماشینونه - ۲

عمومي الکتروتخنیک - ۱

عمومي الکتروتخنیک - ۲

ډیجیټل الکترونیک

اړیکه:
د دندې پته: د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون، د برېښنا انجنیري دیپارتمنت، لومړی منزل، د ۱۲۲ او ۱۲۳ شمېرې خونې
بریښنالیک Rafiullah.raafi@gmail.com     rafiullah.raafi@kpu.edu.af
د مبایل شمېره: +93 (0) 777242727

نوم او تخلص: نامزد پوهنیار فضل‌ربی هڅاند

لنډه پیژندنه:

نامزد پوهنیار فضل ‌ربی هڅاند د لیسانس سند د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د برېښنا انجنیري له دیپارتمنت څخه په ۱۳۹۹ هـ ش کال کې ترلاسه کړی دی. د یادونې وړ ده چې اوس مهال د پولی‌تخنیک پوهنتون د برېښنا انجنیري د ماستري پروګرام محصل دی. نوموړی له ۱۴۰۲ هـ ش کال راهیسې د درې کلونو لپاره د برېښنا انجنیري په دیپارتمنت کې د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

د څېړنې ساحې:
د نامزد پوهنیار فضل‌ ربي هڅاند د څېړنې ساحې عبارت دي:

پاور سیستمونه او د برېښنا وېش شبکې

علمي اثار:
تر اوسه کومه تحقیقی او تالیفی او نشر شوی آثار نلری

علمي مقالي:
کومه نشر شوې مقاله نلري

مضمونونه
د لیسانس دورې مضمونونه:
نامزد پوهنیار فضل‌ربي هڅاند په د لیسانس دوره کې لاندې مضمونونه تدریس کوي:

برقي اپاراتونه

د انرژیتیکي دستګاوو د برېښنا تأمین

عمومي الکتروتخنیک


اړیکه:
د ندې پته: د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون، د برېښنا انجنیري دیپارتمنت، لومړی منزل، د ۱۲۲ او ۱۲۳ شمېرې خونې
بریښنالیک fazalrabihasand@gmail.com
د مبایل شمېره:  +93 (0) 787244272

نوم او تخلص: انجنیر میرویس صافی

لنډه پیژندنه:

انجنیر میرویس صافی په ۱۳۵۸ کال کې د لوګر ولایت په یوه متدينه کورنۍ کې زېږېدلی دی. نوموړي لومړنۍ زده‌کړې د قصبې کور جوړونې لیسه کې بشپړې کړې او لوړې زده ‌کړې یې په ۱۳۸۵ کال کې د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي، د اتوميخانیک انجنیري دیپارتمنت کې په بریالیتوب سره بشپړې کړې. انجنیر صافی په بېلابېلو شرکتونو کې لکه ZTE او GIZ دنده ترسره کړی او له تېرو ۱۳ کلونو راپد ېخوا د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون په مختلفو دیپارتمنتوکې د لابرانت انجنیر په توګه دنده ترسره کوي.

مضمونونه
د لیسانس دورې مضمونونه:
ښاغلی انجنیر میرویس صافی په لیسانس دوره کې د لاندې مضمونونهو لپاره د انجنیرلابرانت په صفت د لابراتوری کارونو د اجرا لپاره مواد او پروسې تنظیم کوي.

برقی اندازه ګیري

برقی محرکات

برقی ماشینونه

اړیکه:
د ندې پته: د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون، د برېښنا انجنیري دیپارتمنت، لومړی منزل، د ۱۲۲ او ۱۲۳ شمېرې خونې

بريښنالیک: engmirwais222@gmail.com
د مبایل شمېره: +93 (0) 779480837

نوم او تخلص: سلیمان ناصری

بیوګرافی یا خلص سوانح

ښاغلی سلیمان د محمد داود زوی چې په 1377 کال د کابل ولایت په چهاردهی سیمه کې په یوه دینداره کورنۍ کې زیږدلی او اوس مهال د کابل پولی تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د برېښنا انجنیری څانګې د خدماتي کارمند په صفت دنده ترسره کوي

د مبایل شمیره: 0093785300604

 

User account menu