ښاغلی پوهندوی محمد داود احمدزي د الکترومیخانیک پوهنځي د سرپرست رئیس په توګه معرفي شو.

kpu_admin
Tue, Jun 14 2022 12:40 PM
ښاغلی پوهندوی محمد داود احمدزي د الکترومیخانیک پوهنځي د سرپرست رئیس په توګه معرفي شو.

غونډه د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

دغه غونډه په همدې موخه د الکترو میخانیک  پوهنځي په ریاست کې ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال، د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري سرپرست مرستیال ښاغلي انجنیر سید مصباح الدین هاشمي، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او کارمندانو ګډون درلود.

محترم پوهندوی محمد داود احمدزی بحیث سرپرست پوهنځی الکترومیخانیک معرفی شد.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال ټولو حاضرینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د الکترومخانیک پوهنځي د پخواني رئیس ښاغلي پوهنمل  محمد امین امین د علمي او اداري کړنو او فعالیتونو ستاینه وکړه او ښاعلي پوهندوی محمد داود احمدزي ته یې د پوهنځي د سرپرست رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه.

محترم پوهندوی محمد داود احمدزی بحیث سرپرست پوهنځی الکترومیخانیک معرفی شد.

ورپسې د الکترومیخانیک پوهنځي پخواني رئیس ښاغلي پوهنمل محمد امین امین د پوهنتون له رهبري هئیت، استادانو او کارمندانو څخه د خپلې دندې په موده کې د همکارۍ له امله مننه وکړه او ښاغلي پوهندوی محمد داود احمدزي ته یې د مبارکي ترڅنګ د همکارۍ ژمنه وکړه.

همدارنګه د پوهنتون مالي او اداري سرپرست مرستیال ښاغلي انجنیرسید مصباح الدین هاشمي هم د پوهنمل محمد امین امین علمي او اداري فعالیتونونه په خوښي سره یاد کړل او استاد محمد داود احمدزي ته یې په یاد بست کې د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه.

په پای کې د یاد پوهنځي لپاره نوي سرپرست رئیس َښاغلي محمد داود احمدزي د پوهنتون له رهبري څخه مننه وکړه چې، پر ده باندي اعتبار کړي او د نوموړي بست لپاره یې وړ بللی.

نوموړي زیاته کړه چې، ورسپارل شوې دنده به په پوره صداقت سره پرمخ وړي.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS