د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د معیار او کیفیت ادارې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو
کابل پولي تخنیک پوهنتون او د معیار او کیفیت ادارې ترمنځ د علمي، څېړنیزو او مسلکي همکاریو د پراختیا په موخه د هوکړهلیک د لاسلیک رسمي غونډه ترسره شوه.
غونډه د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس مولوي محمد موسی فاروق، د معیار او کیفیت ادارې د تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج مولوي محمد آصف قانت، ، د دې ادارې د یو شمېر رئیسانو او د اړوندو برخو د مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
د هوکړه لیک د لاسلیکولو اساسي موخه د دواړو نهادونو ترمنځ د علمي تجربو او څېړنیزو موندنو شریکول، د ګډو څېړنیزو او علمي فعالیتونو ترسره کول او د متقابلې همکارۍ لا پیاوړي کول دي.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس محترم مولوي محمد موسی فاروق د موضوع اړوند هراړخیزه وینا د غونډې ګډونوالو ته واوروله او د دا ډول همکاریو پر اهمیت یې رڼا واچوله.
ښاغلي فاروق د ملک په کچه د پولي تخنیک پوهنتون رسالت تر ټولو مهم یاد کړ او زیاته یې کړه، چې په تخنیک او اړوندو برخو کې به کابل پولي تخنیک پوهنتون هڅه کوي د ټولنې ستونزو ته په وخت رسیدګي وکړي.
همدارنګه د معیار او کیفیت ادارې د تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج مولوي محمد آصف قانت د غونډې د ښه راغلاست وینا تر څنګ زیاته کړه: «موږ نن ډېر خوښ یوو چې د څېړنیزو همکاریو په برخه کې یو بل مهم ګام پورته کوو او د دواړو ادارو ترمنځ د ګډې همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کوو.»
د غونډې په وروستیو کې، د دواړو لوریو ترمنځ په رسمي ډول د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو او غونډه د خیر په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معیار او کیفیت ادارې تر څنګ د ګڼ شمېر نورو دولتي او خصوصي ادارو سره د ورته هوکړه لیکونه لري چې موخه یې د نهادونو ترمنځ علمي تجربې تبادله کول او د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړې کول دي.
شنبه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د میزان ۴مه
د ۲۰۲۶ میلادي کال د سپټمبر له ۲۶مې سره برابره ده
او د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیعالآخر له ۱۵مې سره سمون لري.
