کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون کې د اسلامي بانکدارۍ د عامه پوهاوي سيمينار د افغانستان اسلامي بانک له لوري ترسره شو

kpu_admin
Thu, Apr 23 2026 9:58 AM
کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون کې د اسلامي بانکدارۍ د عامه پوهاوي سيمينار د افغانستان اسلامي بانک له لوري ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال انجنير مفتاح‌ الدين عزام د سیمینار په پیل کې له محصلانو وغوښتل چې د خپلو مسلکي درسونو تر څنګ دې د اسلام ټولنيز، سياسي، اقتصادي او اخلاقي نظام په برخو کې هم ازادې مطالعې ته پاملرنه وکړي. نوموړي همدارنګه ټينګار وکړ چې محصلان دې يوازې په درسي مطالبو بسنه ونه کړي، بلکې د لا زياتې هڅې او زحمت له لارې دې خپل علمي او فکري کچه داسې لوړه کړي چې وکولای شي د ټولنې اړتياوې او تمې په بېلابېلو برخو کې په اغېزمن ډول پوره کړي.

همدارنګه، د افغانستان اسلامي بانک شرعي سلاکار محب ‌الله شريفي د اسلامي بانکدارۍ نظام ارزښت ته په اشاره وویل، چې دا د نړۍ له تر ټولو ډېر کارېدونکو بانکي نظامونو څخه بلل کیږي. نوموړي زیاته کړه چې د ا.ا.ا له حاکميت وروسته په بانکونو کې ټول سودي معاملات درول شوي او په نږدې راتلونکي کې به ټول بانکونه د اسلامي بانکدارۍ د فعاليت جوازونه ترلاسه کړي.

د سيمينار په دوام کې ادريس حماد د يوې هر اړخيزې پرېزنټېشن له لارې د اسلامي بانکدارۍ سيستم تشريح کړ، د دې نظام اساسي اصول او له دوديز بانکدارۍ سره يې توپيرونه بيان کړل. وروسته يې د حسابونو ډولونه (جاري، سپما او پانګونې) او بانکي خدمتونه هم روښانه کړل.

محترم حماد د تمويل مالي لارې لکه مضاربه، مشارکت، مرابحه او اجاره د روښانو څرګندونو او عملي بېلګو په وړاندې کولو سره تشريح کړې.

سيمينار د محصلانو د پوښتنو په ځوابولو او د دعايې په ویلو سره پای ته ورسېد.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu