په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د محصلانو لپاره څلور ورځنی دیني ـ اصلاحي سمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسېد
څلور ورځني دیني ـ اصلاحي سمینار چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ د محصلانو لپاره تنظیم شوی و، په بشپړ ډول په بریالیتوب سره پای ته ورسید.
د سمینار په جریان کې پر بیلابیلو موضوعاتو لکه د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله د مذهب ترجیح، د امر باالمعروف او نهی عن المنکر اهمیت، د اسلامي نظام ارزښت او ډیموکراسي پېژندنې، د احزابو پیژندنه او نقصانات او ګڼ شمېر نورو موضوعاتو په اړه مفصل معلومات وړاندې شول.
د یاد سمینار په وروستۍ ورځ کې شیخ عبدالحکیم قاسمي د امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله د مذهب د اعتدال او منځلاریتوب په اړه روښانه او هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي څرګنده کړه چې د امام ابو حنیفه رحمه الله مذهب د علمي دقت، د شرعي نصوصو د ژور درک، د شریعت د مقاصدو په پام کې نیولو او د امت د مصالحو پر بنسټ ولاړ دی. شیخ قاسمي د فقهاوو په منځ کې د امام اعظم رحمه الله لوړ مقام او ارزښت ته هم اشاره وکړه.
د دې سمینار درسونه د څلورو ورځو په اوږدو کې د هېواد تکړه او جیدو علماو له خوا وړاندې شول او بېلابېل دیني موضوعات تشریح شول چې موخه یې د محصلانو د دیني سطحې لوړول، د اسلامي هویت پیاوړتیا، او د اصلاح غوښتونکي روحيې رامنځته کول وو.
