د کابل پولي تخنیک پوهنتون درسې بهیر پیل شو.
دا چې د لوړو زده کړو وزارت د پلان له مخې په ټولو سړو سیمو کې د پوهنتونونو د بیا پیل کیدو خبر ورکړی و. نو په همدې اساس نن 7/12/1400ﮪ ش کال د شنبې په ورځ په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې په ډیر نورمال ډول د کابل پولي تخنیک پوهنتون له خوا د جوړ شوي درسې مهالویش سره سم پیل شو.
د یادونې وړ ده چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د یاد پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي انجنیر زیارمل خطاب او د کابل پولي تخنیک عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال له محصلینو سره د لوړو زده کړو وزارت لوایحو د شریکولو او محصلینو ته د ښه راغلاست او تشویق په موخه له درسي صنفونو څخه لیدنه وکړه.
پاته دې نه وي چې، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري مقام له ټولو محصلینو څخه په ډیر درنښت هیله لري چې خپلو درسونو ته په خپل وخت حاضر شې، ترڅو درسې بهیر لا په منظم ډول په مخه لاړ شې.