ورزشي خبرتیا!

kpu_admin
ورزشي خبرتیا!

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ورزش آمریت په پلان کې لري چې د پوهنتون د  ټولو پوهنځیو د لسو ټیمونو ترمنځ د فوټسال  ۱۴م  پړاو سیالۍ  ترسره کړي

له همدې امله، موږ په درناوي د پوهنتون د فوټسال ټیمونو له ټولو استازو څخه غوښتنه کوو چې د ورزش  آمریت ته مراجعه وکړي ترڅو  د خپل ټیم د لوبغاړو د لیست فورمه د ثور له ۱ تاریخ  څخه د  ثور تر۱۰ تاریخ  پورې ترلاسه کړي او همدارنګه، تر بشپړولو وروسته د همدې پوهنتون د  پوهنځي رئیس لاسلیک او مهر وکړي، ترڅو پورته ذکر شوې فورمه د ثور تر ۱۰ تاریخ  پورې د ورزش آمریت  ته وسپاري.د یادونې وړ ده چې د ذکر شوي تاریخ وروسته به هیڅ فورمې نه ویشل کیږي او نه به بشپړې شوې فورمې له استازي څخه واخیستل  شي.

.

نوي اعلانونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۹:۲۳
Background image

په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د محصلانو لپاره څلور ورځنی دیني ـ اصلاحي سمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

څلور ورځني دیني ـ اصلاحي سمینار چې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ د محصلانو لپاره تنظیم شوی و، په بشپړ ډول په بریالیتوب سره پای ته ورسید.

د سمینار په جریان . . .

Back to announcements

User account menu