د کابل پولي تخنیک پوهنتون د نویو شامل شویو زده کړیالانو لپاره اړین اعلان
د ۱۴۰۰ ه - ش کال د شپې او ورځې د لسانس دورې د نویو شامل شویو زده کړیالانو لپاره د نوم لیکنې پروسې اړینی لارښوونه.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري پلاوی د دغه پوهنتون بریالي شویو اته ګونو پوهنځیو زده کړیالانو او د دوي درنو او پتمنو کورنیو ته د بریا مبارکي وایي:
همدارنګه ټولو نویو راغلو زده کړیالونو ته خبر ورکول کېږي، چې د ګړندیو درسونو د پیل کیدو د نیټې سره سم چې د ۱۴۰۰ ه- ش کال د کب د میاشتې په اوومه نیټه پیلېږی د یوې میاشتې په لړ کې خپله نوم لیکنه وکړي .
د نوم لیکنې لپاره (۸) قطعې (۴*۳) عکسونه د سافت او هارد په بڼه، اصلي تذکره له دوو کاپی ګانو سره او دوه پلاستیکي دوسیې ته اړتیا ده چې باید درانه زده کړیالان یې له ځانه سره ولري .
ښځینه زده کړیالانې دې د سهار له (۸:۰۰ بجې) څخه دغرمې تر ( ۱۲:۰۰ بجو ) پورې او نارینه زده کړیالان دې له(۱:۰۰ بجې) څخه دماسپښین تر (۳:۰۰) بجو پورې دثبت نام د بهیر لپاره د اړوندو پوهنځیو تدریسي مدریتونو ته مراجعه وکړي .
کله چې د اړوند مسؤل له خوا له تاسو څخه د اوسني اوسېدلو ځای په اړوند پوښتنې کېږې نو تاسې به د خپلو کورنیو د اوسني اوسیدو لو په اړه کره مالومات ورکړي پرله پسې له تاسو څخه د پېژندګلوي نورې اړوند پوښتنې کیږي ،تا سې مکلف یاست چې د پوهنځي مسؤل شخص ته کره مالومات ورکړۍ ترڅو چې په فورموکې ولیکل شي . وروسته له نوم لیکنې څخه بیا دا فور مې تاسوته دلوستلو له پاره درکول کېږي ترڅو غلطي ونه لري په فورمو کې که مالومات غلط شوي وي نو سم د لاسه باید داړوند مسؤل له خوا اصلاح شي ُ په یاد ولرۍ چې هر ډول غلط مالومات به دفراغت په وخت کې تاسو له لویو ستونزو سره مخامخ کړي .
که چېرې مو پېژندګلوي د آزموینو ملی ادارې له خوا په ناسمه توګه درج شوی وي نو په لومړیو اونیو کې خپل اړوندو تدریسی مدیریتونو ته ورشۍ او د تصحیح مکتوب ورڅخه واخلۍ او د سمېدو لپاره یې لاس په کار شئ .
په یاد ولري که چېرې د پېژندګلوي دسمون لپاره مو د درسي بهیر په لومړیو هفتو کې اقدام ونه کړ نو په نورو سمسترونو کې داصلاح وړ نه بلل کېږی او په دې اړه به په راتلونکې کې ټول مسؤلیت د زدکړیال په غاړه وي او هغه وخت د شکایت حق نلري.
کله چې فورم په سمه توګه ډک شي نو زده کړیال په هغه ځای کې چې د زده کړیال د امضاء لپاره ځانګړې شوې ده امضاء کوي او له (۸) قطعه (۴*۳) عکسونه د سافت او هارد په بڼه، اصلي تذکره له دوو کاپی ګانو سره او دوه پلاستیکي دوسیې سره یې اړوند مسؤل ته سپاري .
هغه زده کړیالان چې له ولایتو نو څخه راغلي وي او د بدل اعاشې مستحق و ي د تدریسي مسؤلینولخوا پېژندل کېږي او دلیلیې ځانګړي فورمونه ورکول کېږی چې دعکس له نښلولو څخه وروسته یې طی مراحل کړي چې یو فورم یې په اړوند تدریسی مدیریت کې د زده کړیال په دوسیه کې حفظ کیږی. او بله یې خپله زده کړیال د محصلانو چارو آمریت د ثبت او راجستر عمومی مدیریت ته سپاری .
خبرتیا: نوي شامل شوي زده کړیالان دې خبر وي چي د دوي درسي بهیر د (۱۴۰۱) د حمل د میاشتې په (۲۷) نیټه باندي پیل کېږی.