د جغرافیایی اطلاعاتو سیستم ( GIS ) ځانګه:
دغه څانګه په 1393 ل کال کې د يوې فارغ ورکونکې څانګې په توګه د جيوديزي او کارتوګرافي د عمومي ادارې په غوښتنه جوړه شوېده او په 1393 ل کال کې د لومړي ځل لپاره محصلين جذب کړل اوس مهال دا څانګه د GIS په سافټويرونو، 126 کمپيوټرونو، او 3 کارنده او فعالو لابراتوارونو سمباله ده.
دغه لابراتوارونه د امريکا متحده ايالاتو د سفارت په مالي مرسته په ډير مجهز ډول جوړ شويدي.
د جغرافياي اطلاعاتو د سيستم څانګې موخې:
- د مسلکي او تخصصي انجنيري د لوړ کيفيت او معيار سره د ځوانو کادرونو روزنه؛
- په کور دننه او باندنیو پوهنتونو سره د زدَه کړَنیزو، څېړنیزو او پوهنیزو اړیکو او متقابلو همکاريو رغول؛
- د وزارتونو، اداراتو او سکتوري ارګانونو سره د هوکړه لیکونو او د همکاريو تړونونه لاسليکول؛
- د برابرښت او ورورولۍ په ګاڼه سمبال د ښو اخلاقو لرونکو او وطنپالو انجنيرانو روزنه؛
- د وړ ټولنیزې او اخلاقي فضا جوړول او د سياسي، قومي، ژبنیو او مذهبي کرَکو او تعصباتو مخنیوی؛
- د څانګې د نصاب او مفرداتو بيا ليدنه؛
- د څانګې د سټراټيژيک پلان د پلي کولو لپاره د مالي ملاتړ کوونکو سرچینو موندل؛
- د څانګې لپاره د معياري وېبپاڼې او د ډېتابيس جوړول؛
- د څانګې د ځان ارزَوَنې د لړۍ پیاوړې کول.
د جغرافیایي اطلاعاتو سیستم (GIS) ډیپارټمنت درسي کریکولم
لومړی ټولګی – لومړی سمستر
- اسلامي ثقافت، 1 کریډیټ
- بهرنۍ ژبه، 2 کریډیټه
- د افغانستان معاصر تاریخ، 1 کریډیټه
- عالي ریاضیات ، 4 کریډیټه
- د جیودیزۍ اساسات، 3 کریډیټه
- بدني روزنه، 1 کریډیټ
- رسم تخنیک، 2 کریډیټه
- کمپیوټر I.C.T، 2 کریډیټه
- ترسیمي هندسه، 3 کریډیټه
- کیمیا، 2 کریډیټه
مجموعه 20 کریډیټه
لومړی ټولګی – دوهم سمستر
- اسلامي ثقافت، 1 کریډیټ
- بهرنۍ ژبه، 2 کریډیټه
- د افغانستان معاصر تاریخ، 1 کریډیټه
- عالي ریاضیات، 4 کریډیټه
- بدني روزنه، 1 کریډیټ
- ترسیمي هندسه، 2 کریډیټه
- کمپیوټر AD.I.T، 2 کریډیټه
- د جیودیزۍ اساسات ، 4 کریډیټه
- د توپوگرافۍ رسم، 1 کریډیټه
- ښوونیز پرکتیک I، 2 کریډیټه
مجموعه 20 کریډیټه
دوهم ټولګی – دریم سمستر
- اسلامي ثقافت، 1 کریډیټ
- عالي ریاضیات، 3 کریډیټه
- بهرنۍ ژبه، 2 کریډیټه
- جیولوژی و جیومورفولوژی، 2 کریډیټه
- په جیودیزیکي چارو کې د کمپیوټر څخه ګټه اخیستنه، 2 کریډیټه
- جیودیزي II، 4 کریډیټه
- د الکترونیک اساسات، 2 کریډیټه
- فزیک، 4 کریډیټه
مجموعه 20 کریډیټه
دوهم ټولګی – څلورم سمستر
- اسلامي ثقافت، 1 کریډیټ
- عالي ریاضیات، 3 کریډیټه
- د GIS اساسات، 2 کریډیټه
- الکترونیکي تکیومتر، 2 کریډیټه
- د جیودیزیکي اندازه ګیریو د ریاضیکي پروسس تیوري، 4 کریډیټه
- فزیک، 4 کریډیټه
- په جیودیزیکي چارو کې د کمپیوټر څخه ګټه اخیستنه، 2 کریډیټه
- ښوونیز پرکتیک II، 2 کریډیټه
مجموعه 20 کریډیټه
دریم ټولګی – پنځم سمستر
- اسلامي ثقافت، 1 کریډیټ
- تطبیقي جیودیزي، 3 کریډیټه
- ښار جوړونه، 2 کریډیټه
- د جیودیزیکي اندازه ګیریو د ریاضیکي پروسس تیوري، 3 کریډیټه
- چاپیریال ساتنه، 1 کریډیټه
- عالي جیودیزي، 3 کریډیټه
- GIS-I، 3 کریډیټه
- ډیټابیس، 2 کریډیټه
- جیودیزیکي استرونومي، 2 کریډیټه
مجموعه 20 کریډیټه
دریم ټولګی – شپژم سمستر
- اسلامي ثقافت، 1 کریډیټ
- تطبیقي جیودیزي، 3 کریډیټه
- فوتوګرامتري، 3 کریډیټه
- عالي جیودیزي، 3 کریډیټه
- رادیو جیودیزیکي اندازه ګیرۍ، 3 کریډیټه
- GIS-II، 2 کریډیټه
- کیهاني جیودیزي، 3 کریډیټه
- ښوونیز پرکتیک III، 3 کریډیټه
مجموعه 21 کریډیټه
څلورم ټولګی – اووم سمستر
- اسلامي ثقافت، 1 کریډیټ
- پروګرام جوړونه، 3 کریډیټه
- پلان ایښودنه او رشتوي اقتصاد، 2 کریډیټه
- فوتوګرامتري، 3 کریډیټه
- د RS اساسات، 2 کریډیټه
- GIS-III، 2 کریډیټه
- کارتوګرافي، 3 کریډیټه
- د کدستر اساسات، 1 کریډیټ
- له دیپلوم مخکې کورس، 2 کریډیټه
- ښوونیز تولیدي پرکتیک، 3 کریډیټه
مجموعه 21 کریډیټه
څلورم ټولګی – اتم سمستر
- اسلامي ثقافت، 1 کریډیټ
- ریموټ سینسینګ، 3 کریډیټه
- GIS-IV، 2 کریډیټه
- د دیپلوم پروژه، 12 کریډیټه
مجموعه 19 کریډیټه
د لېسانس یوې تحصیلي دورې ټول درسونه 161 کریډیټه