خبرتیا!

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په پام کې لري، چې د (١٤٠٤ ه.ش) کال په جریان کې د رسمي درسونو تر څنګ(د نشه یی توکو د زیانونو )تر عنوان لاندې یو ورځنی سمینار د (جنگلک په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنی 450 بستریز روغتوند ټولنيزو کار کوکو مدیریت) په ملاتړ د یاد پوهنتون محترمو محصلینو ته د پوهنتون په عمومي تالار(جمنازیم )کې واړندې کړي، له قدرمنو محصلینو وروڼو څخه په درنښت هيله کوو، چې په وخت تشريف راوړي.
د سمینار وخت:د چهارشنبې ورځ(٢٧) تاریخ د ماسپښین له دوو نه تر دریو بجو پورې.