کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د اورلګېدنې د مخنیوي روزنیز سیمینار ترسره شو

kpu_admin
Thu, Apr 30 2026 9:00 AM
 کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د اورلګېدنې د مخنیوي روزنیز سیمینار ترسره شو

۱۲ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق // د ۱۴۰۵ هـ.ش د ثور  ۹ مه

د اورلګېدنې د مخنیوي او د اور مهارولو په موخه جوړ سیمینار د کورنیو چارو وزارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او اطفائیې عمومي ریاست د نظارت او ارزونې ټیم له لوري په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې ترسره شو، چې پکې د پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، کارکوونکو، اداري پرسونل او محصلانو ګډون درلود.

د علمي چارو مرستیال دوکتور ضیاءالرحمن مشک ‌عالم‌ زوی د کورنیو چارو وزارت د طبیعي پېښو د رسېدنې او اطفائیې عمومي ریاست له همکارۍ او هڅو څخه د مننې ترڅنګ، د پېښو پر وړاندې د مخنیوي تدابیرو پر اهمیت د اسلام د سپېڅلي دین د لارښوونو په رڼا کې، هر اړخیزې خبرې وکړې.

وروسته د طبیعي پېښو د رسېدنې او اطفائیې عمومي ریاست ټیم د اورلګېدنې د رامنځته کېدو لاملونو، د اور د مخنیوي اغېزمنو لارو او د اور د کنټرول او مهار طریقو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

هغوی په اداري او اکاډمیکو چاپېریالونو کې د اورلګېدنې د عمده لاملونو په تشریح سره، د خوندیتوب اصولو پر مراعت، د برقي او ګازي وسایلو پر سم استعمال او د اور اخیستونکو موادو پر خوندي ساتنه ټینګار وکړ.

همدارنګه ګډونوال په عملي ډول د اور د مخنیوي له ابتدایي طریقو، د اطفائیې وسایلو د کارولو له طریقې او د پېښې پر مهال د چټک غبرګون له څرنګوالي سره بلد شول او د اورلګېدنې د پراخېدو د مخنیوي او احتمالي زیانونو د کمولو لپاره عملي او د پلي کېدو وړ لارې چارې ورسره شریکې شوې.

د یادونې وړ ده چې دغه روزنیز سیمینار د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت په همغږۍ او همکارۍ پلان شوی و.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu