د کابل پولی‌ تخنیک پوهنتون د فوټبال منتخب ټیم د مرکزي زون د سیالیو نایب ‌قهرمان شو.

kpu_admin
Sat, Jun 28 2025 12:08 PM
د کابل پولی‌ تخنیک پوهنتون د فوټبال منتخب ټیم د مرکزي زون د سیالیو نایب  ‌قهرمان شو.

د مرکزي زون پوهنتونونو ترمنځ د ورزشي سیالیو د فوټبال وروستۍ (فاینل) لوبه د سه‌ شنبې په ورځ د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون او کابل پوهنتون ټیمونو ترمنځ ترسره شوه.

یاده حساسه لوبه د لوړو زده‌ کړو وزارت او د مرکزي زون د پوهنتونونو د رهبري پلاوو په حضور کې ترسره شوه.

د دې سخت رقابت په پای کې د کابل پوهنتون لوبډلې د ۱-۰ په توپیر بریا خپله کړه او د قهرمانۍ مقام یې خپل کړ. د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون فوټبال ټیم وکولای شول چې د دې دور ارزښتناک نایب ‌قهرماني (دویم مقام) او د تعلیم او ښوونې او روزنې  پوهنتون ټیم درېیم مقام خپل کړ.

د پای ‌لوبې په مراسم کې د لوړو زده‌ کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ ریاست له لوري کپونه، تقدیرنامې او ورزشي جایزې ټیمونو او غوره لوبغاړو ته توزیع شوې.

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون دغه ورزشي بریا د پوهنتون مشرتابه، استادانو، کارمندانو او محصلینو ته له زړه مبارکي وايي، او د خپلو اتلو ورزشکارانو د نه ستړي کېدونکو هڅو مننه او قدرداني کوي.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS