کابل پولي تخنیک پوهنتون الکترومیخانیک پوهنځي اتو میخانیک شپنۍ استثنائي څانګې ۱۴۰۳ کال لپاره د ۱۴ پاسو محصلانو نوم لیکنې د تمدید خبرتیا !

kpu_admin
Mon, Dec 02 2024 12:22 PM
کابل پولي تخنیک پوهنتون الکترومیخانیک پوهنځي اتو میخانیک  شپنۍ استثنائي څانګې ۱۴۰۳ کال لپاره د ۱۴ پاسو محصلانو  نوم لیکنې د تمدید خبرتیا !

کابل پولي تخنیک پوهنتون، الکترومیخانیک پوهنځی  اتومیخانیک شپنۍ څانګه یوازې د ۱۴۰۳ تحصیلي کال لپاره په شرایطو برابر ۱۴ پاس محصلان جذب کوي. په همدې تړاو  ټولو هغو څوارلسم پاسو واجد الشرایط محصلانو ته چې تر اوسه یې نوم لیکنه نه ده  ترسره کړی په ډیر درنښت سره خبر ورکول کیږي، چې د نوم لیکنې  وخت د لسو ورځو لپاره ۱۱/ ۰۹/ ۱۴۰۳ نېټې څخه تر ۲۱/۰۹/۱۴۰۳ نېټې پورې تمدید شو. په شرایطو برابر کسان کولای شي تر څو د لاندینیو شرایطو په نظر کې نیولو سره د ثبت او راجستر عمومي مدیریت څخه د نوم لیکنې فورم تر لاسه کړي.

د نوم لیکنې شرایط :

  • ګډون کوونکی باید د دولت رسمي کارکوونکی وي.
  • د ګډون کوونکو ازموینه د ازموینو د ملي ادارې له خوا اخیستل کیږي.
  • د نوم لیکنې پرمهال باید ګډون کوونکي اصلي پېژند پاڼه، دوې قطعې عکسونه او د فورم قیمت (۴۰۰) افغانۍ له ځان سره ولري.   

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS