په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پلان جوړونې او راپور لیکلو روزنیز ورکشاپ فارغانو ته د سندونو د ویش مراسم ترسره شول.

kpu_admin
Tue, Oct 22 2024 1:35 PM
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پلان جوړونې او راپور لیکلو روزنیز ورکشاپ فارغانو ته د سندونو د ویش مراسم ترسره شول.

مراسم د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د نویو ګمارل شویو کارمندانو لپاره د لوړو زده کړو  وزارت د بشري سرچینو ریاست  د ظرفیت لوړولو آمریت له خوا د پلان جوړونې او راپور لیکلو روزنیز ورکشاپ د دغه پوهنتون کارمندانو ته ترسره شو.

یاد ورکشاف چې ۱۹ تنه کارمندانو په کې برخه اخیستې و، 4 ورځې دوام وکړ او په بریالیتوب سره پای ته ورسید.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي  پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست او د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اړوندو مسوولینو څخه مننه او قدرداني وکړ او یاد ورکشاپ یې د نویو ګمارل شویو کارمندانو د ظرفیت د لوړولو لپاره یوه اړتیا وګڼله او د کاري چارو د ښه والي په موخه یې د ظرفیت لوړونې د ورکشاپونو جوړول مهم او ارزښتناک وګڼل.

مراسم فارغانو ته د سندونو په ویشلو او د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیدل.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS