په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د 1402 کال کانکور عمومي ازموینه د امتحاناتو ملي ادارې او لوړو زده کړو وزارت له خوا په ګډه واخیستل شوه. 1445/2/1---1402/5/27

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۳۰ - ۹:۳۵
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د 1402 کال کانکور عمومي ازموینه د امتحاناتو ملي ادارې او لوړو زده کړو وزارت له خوا په ګډه واخیستل شوه. 1445/2/1---1402/5/27


یاد مراسم د قران کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.
په دې مراسمو کې د امتحاناتو ملي ادارې غړو، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري هئیت او استادانو حضور درلود.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي  رئیس ښاغلي پوهنوال  دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال  د ښه راغلاست وینا تر څنګ، په دغه ازموینه کې ټولو نوماندانو ته د شفافیت ډاډ ورکړ.
نوموړي د امتحاناتو ملي ادارې سره په دغه ازموینه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او ورسره څنګ کې یې په ازموینه کې ټولو نوماندانو ته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
همدا رنګه ښاغلي پوهاند عبدالشکور داور د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کانکور آزموینې حوزوي مسؤل د کانکور آزمویني د څرنګوالي په اړه استادانو ته هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.

د یادونې وړ ده چې د ازموینو د ملي ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي شیخ رحیم الله حقاني او د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه پلاوي د ازموینې له جریان څخه څارنه او لیدنه وکړه.

په اخیر کې ازموینه د دعایې په ویلو سره پیل شوه.

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د 1402 کال کانکور عمومي ازموینه د امتحاناتو ملي ادارې او لوړو زده کړو وزارت له خوا په ګډه واخیستل شوه. 1445/2/1---1402/5/27په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د 1402 کال کانکور عمومي ازموینه د امتحاناتو ملي ادارې او لوړو زده کړو وزارت له خوا په ګډه واخیستل شوه. 1445/2/1---1402/5/27په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د 1402 کال کانکور عمومي ازموینه د امتحاناتو ملي ادارې او لوړو زده کړو وزارت له خوا په ګډه واخیستل شوه. 1445/2/1---1402/5/27

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري معاونیت اداري غونډه تر سره شوه

غونډه د قرانکریم د مبارکو ایاتو په تلاوت سره پیل شوه.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین حقاني د غونډې ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا تر څنګ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۱:۵۴
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د صنایع کیمیاوي انجینرۍ پوهنځي د غیر عضوي موادو د څانګې محصلین د عملي کار په موخه کاري ساحې ته ولیږل شول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د صنایع کیمیاوي انجینرۍ پوهنځي د غیر عضوي موادو څانګې ۱۴ تنه محصلین دڅخه د عملي کار لپاره د پوهنیار انجنیر محمدالله حلیم او انجنیر لعل محمد فیضي تر لارښوونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۱۲:۴۸
Background image

جلسه مشورتی معاون مالی و اداری پوهنتون پولی تخنیک کابل با کمیته های مربوطه دایر گردید

غونډه د قرانکریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شوه.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین حقاني د دغه پوهنتون د مالي، تدارکاتي، فرهنګي او د شکایتونو د. . .

BACK TO NEWS