د کابل پولي تخنیک پوهنتون د صنایع کیمیاوي انجینرۍ پوهنځي د غیر عضوي موادو د څانګې محصلین د عملي کار په موخه کاري ساحې ته ولیږل شول

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۱:۵۴
photo

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د صنایع کیمیاوي انجینرۍ پوهنځي د غیر عضوي موادو څانګې ۱۴ تنه محصلین دڅخه د عملي کار لپاره د پوهنیار انجنیر محمدالله حلیم او انجنیر لعل محمد فیضي تر لارښوونې او همکارۍ لاندې په پلخمري ښار کې د غوري سمنټو د تولید فابریکې او په مزار شریف ښار کې د کیمیاوي سرې او برق له تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړي.
د ياد سفر په ترڅ کې تر دا مهاله د غوري سمنټو له فابريکې څخه د لیدنې چارې بشپړې او د روان کال د ثور میاشتې تر پنځمې نېټې پوري به د مزار شريف د سرې او برق فابريکو څخه لیدنه دوام وکړي.
د یادونې وړ ده، چې کابل پولي تخنیک پوهنتون د مسلکي انجنیرانو د روزنې په موخه محصلین کاري ساحو ته لیږي تر څو په لوړ استعداد انجنیران ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي.

Photo
Photo

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۱
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو لومړی پړاو ازموینه د ازموينو عمومي ادارې له لوري واخيستل شوه

د کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینه د ازموينو عمومي ادارې له لوري په بشپړ شفاف، منظم او د ازموينو د اصولو او کړنلارو په مراعتولو سره واخيستل شوه.

په دې پړاو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۶
Background image

د " فزیک ۱ " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د فزیک څانګې استاد پوهاند محمد داود احمدزي له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دغه کتاب په ۱۱ فصلونو او ۳۴۰ مخونو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۷
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu