د کابل پولي تخنیک پوهنتون په مالي او اداري معاونیت کې اداري غونډه ترسره شوه.

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۱:۵۷
د کابل پولي تخنیک پوهنتون په مالي او اداري معاونیت کې اداري غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.

یاده غونډه چې د پوهنتون د مالي او اداري مرستیال مولوي محمد یاسین حقاني په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې مختلف مالي او اداري مسائل وڅېړل شول.

په پیل کې د تېرو غونډو راپور وړاندې شو او وروسته د کیفیت د تضمین معیارونو پلي کېدو، استادانو او کارمندانو ته د حق‌الزحمو ورکړې او د فتحې وروسته د تقاعد د اجراآتو په اړه خبرې وشوې.

دغه راز د آمریتونو او د مالي او اداري معاونیت اړوند کمیټو د راتلونکي کال لپاره د عملیاتي پلانونو د جوړولو، د پوهنتون د هر بلاک لپاره د جنراتور تنظیمولو او تر څنګ یې په هغو کارونو هم بحث وشو چې په تیره اداري غونډه کې اړوند مسؤلینو ته سپارل شوي وو.

په غونډه کې د ادارې معاونیت اړوند مختلفو آمرینو په وار سره خپلې نظریې او وړاندیزونه د چارو د لا ښه‌ والي لپاره وړاندې کړل. او ښاغلي حقاني د یادو نظریاتو تر اورېدو وروسته اړوندو مسئولینو ته لازمې لارښوونې او مشورې ورکړې او د څانګو ترمنځ د مؤثرې همغږۍ او همکارۍ پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۳۲
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون ته د نویو بریالیو محصلانو د هرکلي او د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی فرمانونو ازموینې د پایلو د اعلان غونډه ترسره شوه

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر، د چارو ادارې عمومي رئیس، د وزارت مرکزي ریاستونو او مرکزي پوهنتونونو یو شمېر رئیسانو، د کابل پولي تخنیک پوهنتتون رهبري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ملک لویو هیلو ته د رسېدو او خپل رسالت ته په کتو د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې یو لوی او مهم ګام واخیست!.

د لوړو زده کړو وزارت د عالي شوری د پرېکړې په اساس په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې لاندې پوهنځۍ او د ماسټري برنامې ایجاد او منظورې شوې

نوې ایجاد شوې پوهنځي

۱- د هوا فضاء او پرمختللو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۹:۱۳
Background image

د افغانستان لپاره د ترکیې جمهوریت سفیر د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون له رهبرۍ سره وکتل

په کابل کې د ترکیې جمهوریت سفیر ښاغلي سادین آییلدیز په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د یاد پوهنتون له رهبرۍ او یو شمېر استادانو سره وکتل او د مهمو علمي، تحصیلي او څېړنیزو همکاریو د. . .

BACK TO NEWS

User account menu