د افغانستان لپاره د ترکیې جمهوریت سفیر د کابل پولي تخنیک پوهنتون له رهبرۍ سره وکتل
په کابل کې د ترکیې جمهوریت سفیر ښاغلي سادین آییلدیز په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د یاد پوهنتون له رهبرۍ او یو شمېر استادانو سره وکتل او د مهمو علمي، تحصیلي او څېړنیزو همکاریو د پراختیا په اړه یې بحث او د نظرونو تبادله ورسره وکړه. په یاده لیدنه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس مولوي محمد موسی فاروق د ترکیې جمهوریت سفیر سادین آییلدیز او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، دغه لیدنه د ګډو همکاریو، د اړیکو پیاوړتیا او د تعاملاتو د پراختیا په برخه کې یو نېک اقدام وباله او د دواړو ملکونو ترمنځ یې ښو او تاریخي اړیکو او ګډو فرهنګي ارزښتونو او مشترکاتو ته په کتو پر علمي، ښوونیزو او تحصیلي برخو کې د همکاریو پر دوام او پیاوړتیا ټینګار وکړ. همدارنګه د افغانستان لپاره د ترکیې جمهوریت سفیر سادین آییلدیز د افغانستان او ترکیې ترمنځ د تحصیلي همکاریو پر پراختیا د ټینګار تر څنګ، وویل چې ترکیې تل هڅه کړې، چې له افغانانو سره په تحصیلي برخه کې همکاري وکړي او دې برخې ته لا هم ژمنه ده. محترم سادین آییلدیز له کابل پولي تخنیک پوهنتون سره د علمي، ښوونیزو او څېړنیزو همکاریو د پراختیا په برخه کې د خپل ملک د همکارۍ او ملاتړ چمتووالی څرګند کړ او د علمي نهادونو ترمنځ یې د تعامل او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۸هـ.ق، د ربیع الأول ۱۹مه ۱۴۰۵هـ.ش، د سنبلې ۱۱مه
