د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ملک لویو هیلو ته د رسېدو او خپل رسالت ته په کتو د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې یو لوی او مهم ګام واخیست!.

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۲۴
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ملک لویو هیلو ته د رسېدو او خپل رسالت ته په کتو د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې یو لوی او مهم ګام واخیست!.

د لوړو زده کړو وزارت د عالي شوری د پرېکړې په اساس په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې لاندې پوهنځۍ او د ماسټري برنامې ایجاد او منظورې شوې

نوې ایجاد شوې پوهنځي

۱- د هوا فضاء او پرمختللو سیستمونو انجینري پوهنځی

اړوند څانګې یې:

- د بې پیلوټه الوتکو او بې سرنشینه سیستمونو انجینري

- د الوتکو انجینري

- د هوا فضاء انجینري

- د رادار او اویونیک انجینري

۲- د نساجي انجینري پوهنځی

اړوند څانګې یې:

- د نساجي موادو انجینري

- ⁠د ټوکر انجینري

- ⁠د نساجي رنګونو او کیمیاوي موادو انجینري

نوې ایجاد شوې ماسټري برنامې

۱- د ساختماني انجنیري پوهنځي په صنعتي او مدني ودانیو څانګه کې د زلزلې انجینري ماسټري برنامه

۲- د اوبو او چاپیریال انجنیري پوهنځي  د اوبو رسونې او چاپیریال انجنیري څانګه کې د چاپیریال او اوبو سرچینو انجینري ماسټري برنامه

۳-  د کیمیاوي صنایعو پوهنځي په غذایې موادو څانګه کې د غذایې موادو د پروسس انجینري برنامه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق څرنګوالي او د ټاکل شویو موخو، لومړیتوبونو او لارښوونو د تشریح او یاد پلان مطابق د کاري پلانونو د ترتیب په موخه، یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

BACK TO NEWS

User account menu