د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اسلامي ثقافت د ډیپارټمنټ لپاره نوی آمر معرفي شو 1/12/1444

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۱۴:۳۶
 د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اسلامي ثقافت د ډیپارټمنټ لپاره نوی آمر معرفي شو 1/12/1444

 




 
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.

 



ښاغلی عبدالکریم افغان د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اسلامي ثقافت  د دیپارتمنت  د آمر په توګه معرفي شو.

 



د معرفت په دې غونډه کې علمي معاون ښاغلي  حافظ انجينر عنايت الله ، مالي او اداري معاون ښاغلي  انجنير ذاکرالله ذاکري، د ساختماني پوهنځي رئيس ښاغلي  پوهاند دوکتور امان الله فقيري او د دغه پوهنتون د اسلامي ثقافت د ډیپارټمنټ استادانو ګډون کړی وو.

 



علمي معاون  ښاغلي  حافظ انجنیر عنایت الله ، مالي او اداري معاون ښاغلي  انجینر ذاکرالله ذاکري ، د ساختماني پوهنځي رئیس ښاغلي  پوهاند امان الله فقیري د دغه ډیپارټمنټ د پخواني آمر د کارونو قدرداني وکړه او د اسلامي ثقافت د آمر په توګه يې د استاد عبدالکريم افغان په ټاکل کېدو یې خوښي څرګنده کړه او په ورسپارل شوې دنده کې يې ورته د برياليتوب هيله وکړه.
همدا راز داسلامي ثقافت نوي امر  ښاغلي عبدالکريم افغان هم د وزارت مقام او د دغه پوهنتون له مشرتابه څخه مننه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې ورسپارل شوې دنده به په پوره صداقت او امانتدارۍ ترسره کوي.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.
آمردیپارتمنت ثقافت اسلامی پوهنتون پولی تخنیک کابل معرفی گردید  1/12/1444آمردیپارتمنت ثقافت اسلامی پوهنتون پولی تخنیک کابل معرفی گردید  1/12/1444

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو

د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د وارده او صادره نوي سيسټم د کارونې او تطبيق سره د هغوی د بلدتيا په موخه د وارده او صادره برېښنايي سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۴۳
Background image

BACK TO NEWS

User account menu