په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د محصلینو د فراغت غونډه تر سره شوه د 8/1/1445 چې سمون لری د 4/5/1402 سره

kpu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۵ - ۹:۱۶
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د محصلینو د فراغت غونډه تر سره شوه   8/1/1445چې سمون لری د 4/5/1402

 
غونډه د قرآنکریم  د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلینو د پنځوسمې دورې د فراغت په مراسمو کې،  د ریاست الوزرا اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، د لوړو زده کړو سر پرست  وزیر ښاعلي شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاعلي دکتور لطف الله خیرخواه، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین ښاغلي مفتي محمد طاهر احمد، د جامعاتو او تخصصاتو عمومي رئیس ښاغلي مولوي اسد الله فرید ،  د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبرۍ هیئت، استادانو، آمرینو او میلمنو ګډون درلود.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي  پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال په غونډه کې لوړپوړو چارواکو او میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ پیلیزه وینا وکړه.
ورپسې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ښاغلي  مولوی عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په ترڅ کې فارغ شویو محصلینو ته په ټولنه کې د خپلو مسوولیتونو یادونه وکړه او هغوی یې وهڅول چې، د هېواد د پرمختک لپاره کار وکړي او خپل ديني او ملي مسولیت سرته ورسوي.
ښاغلي حنفي فارغ شویو محصلینو ته ډاډ ورکړ چې، دوی ته به د کار زمینه برابر وي او هڅه کوي چې مسلکي اشخاص په نظام کې ځای پر ځای کړي.
نوموړي فارغ شویو محصلینو او د دوی کورنیو ته د دې ستر ویاړ مبارکي وویله.
همدا رنګه د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم صاحب په خپلو خبرو کې فارغ شویو محصلینو ته د مبارکي تر څنګ هغوی ټولنې ته وړاندې کول یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.
ښاغلي ندیم په خپلو خبرو کې یادو محصلینو ته  زیاته کړه : تاسو ته د ټولنې او هیوادوالو  سترګې دي، يوازې په لیسانس بسنه مه کوي، او خپلي زده کړې نوري هم تر سره کړي)). 
نوموړي فارغ شویو محصلینو ته ډاډ ورکړ چې دوی به په مسلکي برخو کي په کار ګماري او دې برخه کې هیڅ ستونزه نه وینی.
همداراز  په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین ښاغلي  مفتي محمد طاهر احمد، د لوړو زده کړو وزارت علمی معین ښاغلي دکتور لطف الله خیرخواه،  د افغانستان د انجینرانو د ټولنې استازي ښاغلي  احمد ولید هویدا، د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو معاون ښاغلي  انجینر ویس الدین بریالي او د فارغ شويو محصلينو استازي ښاغلي انجینر کرامت الله احمدي د موضوع په اړه خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اتو پوهنځیو او دوه دیرشو څانګو په درلودلو سره سږ کال 700 تنه انجنیران ټولنې ته وړاندې کړل. 
په اخیر کې غونډه فارغ شویو محصلینو ته د فراغت سندونو په توزیع کولو او دعایې ویلو سره پای ته ورسیده.
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د محصلینو د فراغت غونډه تر سره شوه   8/1/1445چې سمون لری د 4/5/1402په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د محصلینو د فراغت غونډه تر سره شوه   8/1/1445چې سمون لری د 4/5/1402

 

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د محصلینو د فراغت غونډه تر سره شوه   8/1/1445چې سمون لری د 4/5/1402

 

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د محصلینو د فراغت غونډه تر سره شوه   8/1/1445چې سمون لری د 4/5/1402

 

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د محصلینو د فراغت غونډه تر سره شوه   8/1/1445چې سمون لری د 4/5/1402

 

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د محصلینو د فراغت غونډه تر سره شوه   8/1/1445چې سمون لری د 4/5/1402

 

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د محصلینو د فراغت غونډه تر سره شوه   8/1/1445چې سمون لری د 4/5/1402په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د محصلینو د فراغت غونډه تر سره شوه   8/1/1445چې سمون لری د 4/5/1402

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د روغتیا ساتنې، لومړنیو مرستو او ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه د پوهاوي سمینار جوړ شو

د روغتیايې په برخه کې د پوهاوي  لوړولو او د روغتیايې اصولو د رعایت د فرهنګ د پیاوړتیا په موخه د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د روغتیا ساتنې او ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه د پوهاوي سمینار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۰
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون رهبرۍ او د محصلینو د استازو تر منځ ستونزو ته د رسېدو او د علمي بهیر د پیاوړتیا په موخه غونډه ترسره کړه

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د رهبرۍ او د محصلینو د استازو تر منځ ناسته د پوهنتون د رهبرۍ د پلاوي، د پوهنځیو د رئیسانو او د محصلینو د استازو په ګډون، د ښوونیزو ننګونو د څېړنې، د ستونزو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۹:۳۹
Background image

د " انجینرۍ لنډه پېژندنه " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د انجینرۍ لنډه پېژندنه د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د ساختمانی پوهنځي د مهندسی څانګې استاد پوهنمل فضل الرحمن اخلاص له خوا ژباړل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دغه کتاب په ۷ فصلونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu