د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري سرپرست مرستیال معرفي شو.

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۸ - ۲۱:۳۶
د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري سرپرست مرستیال معرفي شو.

غوند قرانکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په یاده غونډه کې د پوهنتون رهبري هئیت یو شمېر استادانو او کارمندانو ګډون کړی و.

معرفی سرپرست معاونیت مالی و اداری پوهنتون پولی تخنیک کابل

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال عزل او تقرر په اداراتو کې یو اداري او اساسي اصل وبلی او دایې د اداري پرمختګ راز او حقیقت یاد کړ.

نوموړي د مخکني مالی او اداري مرستیال انجنیر زیارمل خطاب د کړونو او خدمتونو ستاینه وکړه او ورسره څنګ کې يې د نوي سرپرست مالی او اداري مرستیال انجنیر مصباح الدین هاشمی تاګنه پولي تخنیک پوهنتون ته یو ښه انتخاب یاد ګړ او نوموړي ته یې د مبارکي ترڅنګ  په دندو کې د بریالیتوب هیله وګړه.

معرفی سرپرست معاونیت مالی و اداری پوهنتون پولی تخنیک کابل

ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون نوي مالي او اداري سرپرست مرستیال ښاغلي مصباح الدین هاشمي د مشرانو څخه په دغه بست کې د ګومارلو او په نوموړي د اعتماد له امله مننه وکړه.

ښاغلي هاشمي ژمنه وکړه، چې خپله دنده به په پوره  صداقت او مخلصانه توګه پرمخ وړي او د پوهنتون له ټولو مسوولینو څخه یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

معرفی سرپرست معاونیت مالی و اداری پوهنتون پولی تخنیک کابل

غونډه د دعائیه په لوستلو سره پای ته ورسیده.

معرفی سرپرست معاونیت مالی و اداری پوهنتون پولی تخنیک کابلمعرفی سرپرست معاونیت مالی و اداری پوهنتون پولی تخنیک کابلمعرفی سرپرست معاونیت مالی و اداری پوهنتون پولی تخنیک کابلمعرفی سرپرست معاونیت مالی و اداری پوهنتون پولی تخنیک کابلمعرفی سرپرست معاونیت مالی و اداری پوهنتون پولی تخنیک کابل

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۱
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو لومړی پړاو ازموینه د ازموينو عمومي ادارې له لوري واخيستل شوه

د کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینه د ازموينو عمومي ادارې له لوري په بشپړ شفاف، منظم او د ازموينو د اصولو او کړنلارو په مراعتولو سره واخيستل شوه.

په دې پړاو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۶
Background image

د " فزیک ۱ " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د فزیک څانګې استاد پوهاند محمد داود احمدزي له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دغه کتاب په ۱۱ فصلونو او ۳۴۰ مخونو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۷
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu