د کابل پولي تخنیک پوهنتون د تقاعد شويو استادانو او کارمندانو لپاره ستاینغونډه ترسره شوه.

kpu_admin
جمعه ۱۴۰۱/۱/۱۹ - ۲۳:۵۸
د کابل پولي تخنیک  پوهنتون د تقاعد شويو استادانو او کارمندانو لپاره ستاینغونډه ترسره شوه.

غونډه د قرآنکریم  د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په یاده غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال، د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي انجنیر زیارمل خطاب،  علمي مرستیال ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر محمد نسیم نسیمي، د پوهنځيو رئیسانو، استادانو، آمرینو او کارمندانو ګډون کړی و.

محفل تقدیر از استادان،کارمندان و کارکنان متقاعد پوهنتون پولی تخنیک کابل

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال ټولو ګدونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د یادو استادانو او کارمندانو علمي او اداري فعالیتونه او لاسته راونو په اړه یې په تفصیل سره خبري وکړې.

نوموړي د یاد شویو استادانو د تالیف او ترجمې درسي کتابونه، جوړې شوې درسې ویډیوګانې د هیواد والو او خصوصاً د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلینو لپاره لویه لاسته راوړنه وبلله، نوموړي یاد استادان تقاعد نه بلکې د خپل څنګ همیشني همکاران وبلل.  

محفل تقدیر از استادان،کارمندان و کارکنان متقاعد پوهنتون پولی تخنیک کابل

ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي انجنیر زیارمل خطاب د دغه پوهنتون د استادانو او کارمندانو د فعالیتونو ستاینه وکړه.

نوموړي زیاته کړه موږ خوشبخته یو چې په ژوند کې د داسې کادرونو ستاینه کوؤ.  

ښاغلي خطاب زیاته کړه استادان او علمي کادرونه باید خپلي تجربې د کتابونو، ژورنالونو او علمي مجلو له لاري له خلکو سره شریکي کړي نوموړي د استادانو خدمتونه د قرآنې آيتونو او احادیثو په رڼا کې صدقه جاریه وبلله.

محفل تقدیر از استادان،کارمندان و کارکنان متقاعد پوهنتون پولی تخنیک کابل

همدا راز د کمپيوټر ساينس پوهنځي پخواني رئيس او د رياضياتو دیپارتمنت استاد پوهاند مرزا محمد مرزا د متقاعد شويو استادانو په استازيتوب خبرې وکړې نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د دغه ډول غونډو د جوړېدو مننه وکړه او د لوړو زده کړو په برخه کې یې د خپلو علمي فعالیتونو او کاري موقفونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د ټولو له شتون څخه یې مننه وکړه.

محفل تقدیر از استادان،کارمندان و کارکنان متقاعد پوهنتون پولی تخنیک کابل

غونډه  استادانو، کارمندانو، او کارکوونکو ته د ستاینلیکونو په ویشلو سره پای ته ورسیده.

محفل تقدیر از استادان،کارمندان و کارکنان متقاعد پوهنتون پولی تخنیک کابلمحفل تقدیر از استادان،کارمندان و کارکنان متقاعد پوهنتون پولی تخنیک کابلمحفل تقدیر از استادان،کارمندان و کارکنان متقاعد پوهنتون پولی تخنیک کابلمحفل تقدیر از استادان،کارمندان و کارکنان متقاعد پوهنتون پولی تخنیک کابلمحفل تقدیر از استادان،کارمندان و کارکنان متقاعد پوهنتون پولی تخنیک کابل

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین په مشرۍ پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان په مشرۍ یاد پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي ټولګیو څخه په لیدنه کې، د روزنیزو برنامو د پرمخ وړلو څرنګوالی، استادانو له لوري د تدریس لارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار، چې د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له. . .

BACK TO NEWS

User account menu