د کابل پولي تخنیک پوهنتون په مالي او اداري معاونیت کې اداري غونډه ترسره شوه.

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۱:۵۷
د کابل پولي تخنیک پوهنتون په مالي او اداري معاونیت کې اداري غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.

یاده غونډه چې د پوهنتون د مالي او اداري مرستیال مولوي محمد یاسین حقاني په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې مختلف مالي او اداري مسائل وڅېړل شول.

په پیل کې د تېرو غونډو راپور وړاندې شو او وروسته د کیفیت د تضمین معیارونو پلي کېدو، استادانو او کارمندانو ته د حق‌الزحمو ورکړې او د فتحې وروسته د تقاعد د اجراآتو په اړه خبرې وشوې.

دغه راز د آمریتونو او د مالي او اداري معاونیت اړوند کمیټو د راتلونکي کال لپاره د عملیاتي پلانونو د جوړولو، د پوهنتون د هر بلاک لپاره د جنراتور تنظیمولو او تر څنګ یې په هغو کارونو هم بحث وشو چې په تیره اداري غونډه کې اړوند مسؤلینو ته سپارل شوي وو.

په غونډه کې د ادارې معاونیت اړوند مختلفو آمرینو په وار سره خپلې نظریې او وړاندیزونه د چارو د لا ښه‌ والي لپاره وړاندې کړل. او ښاغلي حقاني د یادو نظریاتو تر اورېدو وروسته اړوندو مسئولینو ته لازمې لارښوونې او مشورې ورکړې او د څانګو ترمنځ د مؤثرې همغږۍ او همکارۍ پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۷
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو

د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د وارده او صادره نوي سيسټم د کارونې او تطبيق سره د هغوی د بلدتيا په موخه د وارده او صادره برېښنايي سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

BACK TO NEWS

User account menu