د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال دکتور وسیق الله عرب زاده مقاله د انګلستان په نړیوال ژورنال ( بریښنایې قدرت ) کې خپره شوه.

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۴:۵۶
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال دکتور وسیق الله عرب زاده مقاله د انګلستان په نړیوال ژورنال ( بریښنایې قدرت ) کې خپره شوه.

بریښنایې قدرت (IET Electric Power Applications)  ژورنال چې د نړۍ په سطحه 25 څخه تر 50 فیصده پورې په معتبرو ژورنالونو کې شمېرل کیږي، چې Q2 تخصصي او علمي ژورنال دی چې د بریښنایې سیسټمونو او ټیکنالوژیو په اړه څیړنیزې، پراختیایي او تطبیقي مقالې خپروي.

دا ژورنال هدف لري چې د څیړونکو، انجنیرانو او متخصصانو ترمنځ د معلوماتو او نوښتونو د تبادلې لپاره یو ځای برابر کړي او په بریښنایې قدرت پورې اړوند نور موضوعات لکه د انرژۍ بدلون، د سیسټمونو ساتنه او کنټرول، د نوي کیدونکو انرژیو یو ځای کول، د برېښنا انتقال او وېش او نورې برخې په پام کې نیسي.

ښاغلي دکتور وسیق الله عرب زاده د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې مرستیال، خپله مقاله په یاد نړیوال ژورنال کې د تایید او خپره شوه.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري هیئت د ښاغلي دکتور وسیق الله عرب زاده مقالې تایید او خپرونه په دې معتبر نړیوال ژورنال کې یوه لویه لاسته راوړنه ګڼي او ورته د مبارکۍ ترڅنګ په ټولو علمي او مسلکي برخو کې د نورو بریالیتوبونو هیله څرګندوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۷
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو

د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د وارده او صادره نوي سيسټم د کارونې او تطبيق سره د هغوی د بلدتيا په موخه د وارده او صادره برېښنايي سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

BACK TO NEWS

User account menu