د کابل پولي تخنيک پوهنتون محصلینو ته له لنډ مهاله تقويتي ښونيزو پروګرامونو څخه د فراغت مراسم ترسره شول.

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۸:۵۳
د کابل پولي تخنيک پوهنتون محصلینو ته له لنډ مهاله تقويتي ښونيزو پروګرامونو څخه د فراغت مراسم ترسره شول.

مراسم د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول.

په یادو مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ رئیس استاد کلیم الله محمدي، استادانو او محصلینو ګډون کړی و.

په پيل کې د کابل پولي تخنيک پوهنتون سرپرست رئیس انجنیر سردار ولي صالحي د ټولنې پر وړاندې د محصل پر مسؤلیتونو خبرې وکړې او هغوی یې خپلو ورځنیو درسونو او مسؤلیتونو ته متوجه کړل.

نوموړي له محصلینو وغوښتل چې دا ډول ښوونیز پروګرامونه تعقيب او ښه ګټه ترې پورته کړي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ رئيس استاد کلیم الله محمدي محصلین و هڅول ترڅو د اسلامي نظام په ټینګښت او ملاتړ کې په پوره صداقت کار وکړي، خپل نیتونه د الله  تعالی د رضا لپاره خاص کړي او زیاته یې کړه، چې په ښه نیت او بشپړ اخلاص سره کولای شو هم دنیا او هم آخرت جوړ کړو.

د یادونې ده، چې دغه لنډمهاله ښوونیز کورسونه د سکېچ اپ، اټوکېډ، آفیس پکېج او CNAA پروګرامونو په اړه په لاره اچول شوي وو، چې د دغه پوهنتون د بېلابېلو څانګو محصلینو ته د دوو میاشتو په اوږدو کې وړاندې شول، په پای کې ۲۵۰ تنه محصلین فارغ او خپلې تصدیق پاڼې یې ترلاسه کړې.

مراسم د دعایې په ویلو پای ته و رسېدل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۰
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د اورلګېدنې د مخنیوي روزنیز سیمینار ترسره شو

۱۲ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق // د ۱۴۰۵ هـ.ش د ثور  ۹ مه

د اورلګېدنې د مخنیوي او د اور مهارولو په موخه جوړ سیمینار د کورنیو چارو وزارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او اطفائیې عمومي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو اووه ویشتم دور علمي–میتودیکي کنفرانس پیل شو

۳ د ثور ۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۶

د یاد کنفرانس د پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، استادانو او کارکوونکو پراخ ګډون وکړ.

د علمي چارو مرستیال دوکتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۸
Background image

کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون کې د اسلامي بانکدارۍ د عامه پوهاوي سيمينار د افغانستان اسلامي بانک له لوري ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال انجنير مفتاح‌ الدين عزام د سیمینار په پیل کې له محصلانو وغوښتل چې د خپلو مسلکي درسونو تر څنګ دې د اسلام ټولنيز، سياسي، اقتصادي او. . .

BACK TO NEWS

User account menu