په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د څیړنې میتودولوژي او په ساینسي څیړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا د اهمیت په اړه ورکشاپ جوړ شو.

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۳:۳۹
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د څیړنې میتودولوژي او په ساینسي څیړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا د اهمیت په اړه ورکشاپ جوړ شو.

ورکشاپ د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.

یاد ورکشاپ چې د څیړنیزې میتودولوژي او په څیړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا اهمیت په اړه ترتیب شوی و، اصلي هدف یې د علمي څیړنو د طریقو او په څیړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا کلیدي رول سره د استادانو

آشنا کولو او د علم او څیړنې په برخه کې د څیړنیزو مهارتونو پرمختګ او د نوې ټکنالوژۍ کارول دي.

په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د عمومي ریاست سرپرست رئیس ښاغلي انجنیر سردار ولي صالحي په علمي څیړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا په اهمیت هر اړخیزې خبرې  وکړې او له استادانو یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې مخکې لاړ شي، له یادو فرصتونو څخه په بشپړ توګه استفاده وکړي او په دې ورکشاپ کې فعال ګډون وکړي.

همدا راز د څیړنو او علمي مجلې معاون ښاغلي دوکتور وثیق الله عرب زاده د هم د مصنوعي ځیرکتیا په اړه خبرې وکړې او په علمي څیړنو کې یې د مصنوعي ځیرکتیا کارول ضروري وبلل ترڅو د نوې ټکنالوژۍ په پرمختګ سره علمي څیړنې وده وکړي.

نوموړي په نږدې راتلونکي کې د نورو علمي پروګرامونو د ترسره کیدو یادونه هم وکړه.

د یادونې وړ ده چې دغه ورکشاپ په دوو دورو کې د استادانو د مسلکي پراختیا په موخه د پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت لخوا تنظیم شوی او د دوکتور مجتبی امین لخوا به یې د تدریس چارې مخته وړل کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۱
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو لومړی پړاو ازموینه د ازموينو عمومي ادارې له لوري واخيستل شوه

د کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینه د ازموينو عمومي ادارې له لوري په بشپړ شفاف، منظم او د ازموينو د اصولو او کړنلارو په مراعتولو سره واخيستل شوه.

په دې پړاو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۶
Background image

د " فزیک ۱ " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د فزیک څانګې استاد پوهاند محمد داود احمدزي له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دغه کتاب په ۱۱ فصلونو او ۳۴۰ مخونو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۷
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu