د کابل پولی تخنیک پوهنتون کرکټ لوبډلې د افغانستان بانک کرکټ لوبډلې په وړاندې بریا خپله کړه.

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۳:۵۹
د کابل پولی تخنیک پوهنتون کرکټ لوبډلې د افغانستان بانک کرکټ لوبډلې په وړاندې بریا خپله کړه.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کرکټ لوبډلې د افغانستان بانک کرکټ لوبډلې په وړاندې یوه جالبه لوبه ترسره کړه، چې په پایله کې یې وکولای شول سیالې لوبډلې ته د ۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړي.

د توپوهنې په پړاو کې د کابل پولی تخنیک پوهنتون کرکټ لوبډلې لپاره برکت الله ابراهیمي ۹۳ او رحمن الله ۷۵ چټکې منډې ترسره کړې.

همدارنکه په توپ اچونه کې سیف الرحمن ۳ او فصیح الله ۲ ویکټی ترلاسه کړې.

د یادونه وړ ده چې د کابل پولی تخنیک پوهنتون رهبري او ورزشي چارو آمریت د تل په څېر د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کرکټ لوبډلې ویاړونه ستایلي او له دوی سره تلپاتې همکار پاتې شوي تر څو وکولای شي په راتلونکي کې لا ستر ویاړونه ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۷
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو

د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د وارده او صادره نوي سيسټم د کارونې او تطبيق سره د هغوی د بلدتيا په موخه د وارده او صادره برېښنايي سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

BACK TO NEWS

User account menu