په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو لپاره د علمي پروګرامونو او چوکاټ جوړوني روزنیز سیمینار جوړ شو

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۵:۶
photo

سیمینار د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.
یاد سیمینار د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو ریاست لخوا په لاره اچول شوی، چې په کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو ریاست رئیس، د ځینو خصوصي پوهنتونونو استازو، د پوهنځيو ریسانو، استادانو، د اداري برخي آمرینو او کارمندانو ګډون درلود.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون سرپرست رئیس ښاغلي انجنیر سردار ولي صالحي د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوی، د سیمینار چمتوکوونکو او د سیمینار ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا تر څنګ د پوهنتون د علمي او هر اړخیزو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره د کیفیت د تضمین د یوولس معیارونو د تطبیق او د اسنادو د چمتو کولو په برخه کې یاد سیمینار مهم وبلی او د سیمینار له ګډونوالو یې وغوښتل چې تر پایه په دې سیمینار کې ګډون وکړي، تر څو په راتلونکي کې د دې پوهنتون د کیفیت لوړونې په برخه کې ورڅخه کار واخلي.
ښاغلي صالحي د دغه سیمینار د ښه پرمخ بیولو لپاره د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مشرتابه او کارکوونکو د پوره همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین ورکولو رئیس ښاغلي استاد شاکر وحیدي په خپلو خبرو کې د پوهنتون له رهبرۍ او د سیمینار له ګډونوالو څخه مننه او قدر دانی وکړ او د یاد سیمینار د ضرورت او اهمیت په اړه یې هر اړخیزي خبرې وکړي.
نوموړي په پوهنتونونو کې د کیفیت د تضمین یوولس ګوني معیارونه حتمی او ضروری یاد کړل، او زیاته يې کړه چې د یاد سیمینار پایلې به د پوهنتون د شته ستونزو په جل کې ګتورې تمامې شي.
د یادونی وړ ده، چې دغه سیمینار به څلور ورځې دوام وکړي چې درسې چارې به یې د پکتیا پوهنتون استاد پوهنمل امین احمدزی، د شیخ زاید پوهنتون استاد پوهنمل قدرت الله ځواک او د خاتم النبیین پوهنتون استاد ښاغلي تسنیم کاویان پر مخ وړي.

Photo
Photo
Photo
Photo

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۷
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو

د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د وارده او صادره نوي سيسټم د کارونې او تطبيق سره د هغوی د بلدتيا په موخه د وارده او صادره برېښنايي سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

BACK TO NEWS

User account menu