د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کرکټ لوبډلې لپاره روزنیز کمپ پرانیستل شو

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۸:۳۷
image

مراسم د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.
لومړی د کمپيوټر ساينس پوهنځي استاد او د کابل پولي تخنيک پوهنتون د کرکټ لوبدلي مسول ښاغلي انجنير احمدسیر عمرزي د جوړ شوي روزنيز کمپ په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل دوی د کرکټ له ټولو ورزشکارانو وغوښتل چې د وخت له مهال ویش سره سم د تمرین په وخت کې نظم، ډسپلین او سپورتي اخلاق مراعات کړي او پر وخت رسیدگي وکړي.
ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ورزشي چارو آمر ښاغلي احمد فایق ضیايي د روزنیز کمپ په اړه خبرې وکړې او له ټولو ورزشکارانو یې وغوښتل چې د ورزش ترڅنګ خپلو زده کړو ته هم جدي پاملرنه وکړي، دوی د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې ياد روزنيز کمپ به يوه مياشت دوام وکړ او موخه يې د کابل پولي تخنيک پوهنتون د کرکټ منتخبې لوبډلې ته د تکړه لوبغاړو ټاکل دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۷
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو

د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د وارده او صادره نوي سيسټم د کارونې او تطبيق سره د هغوی د بلدتيا په موخه د وارده او صادره برېښنايي سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

BACK TO NEWS

User account menu